تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه ادعا کړې چې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې يې د القاعده شبکې د ۶ غړو په ګډون ۲۳ وسله وال مخالفین وژلي دي.

د سه شنبې په ورځ رسنیو ته په استولې دغه خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د موسی کلا فدايي سیمه کې عملیات کړي دي چې په ترڅ کې یې وزیرستاني، د چمن او پیښور اوسېدونکي ګڼ طالبان وژلي دي.

خبرپاڼه ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې د ریحان په نوم یو کس چې د ایمن الظواهري او هند جزیرې لپاره د القاعده د مشر عاصم عمر د اړیکو مسوول، هلمند لپاره د القاعدې مسوول او بم جوړتوونکی فیضاني، او د مدني په نوم د هلمند د القاعدې د مسوول مرستیال وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په پاتې ۱۷ وژل شویو طالبانو کې نوزاد لپاره د طالبانو نظامي مسوول هم شامل دی خو ۱۴ نور یې ژوندي نیول شوي دي.

ملي امنیت نه دي ویلي چې دا عملیات یې کله کړي دي، خو دا په داسې حال کې ده چې څو پرون دوشنبه په هلمند کې د امریکایانو د هوايي بمبار له کبله د ۴۰ ملکیانو د وژل کېدو  ادعا شوې ده، خو مسوولانو په هغه ځای کې هم وویل چې عملیات پر القاعده جنګیالیو شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *