تاند- د افغانستان ملي امنیت ریاست له پاکستان سره د بندیانو د تبادلې او یا پاکستان ته د بندیانو د سپارلو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل:«موږ د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه د معاملې اوازې ردوو.»
د افغانستان د ملي امنیت ریاست دا خبرپاڼه یوه ورځ وروسته له دې خپره کړه چې پاکستاني رسنیو وویل، د افغانستان نوي ولسمشر موافقه کړې چې د پاکستاني طالبانو مرستیال مولوي فقیر محمد پاکستان ته وسپاري.
پاکستاني ورځپاڼو ویلي چې د افغانستان ولسمشر دا کار له دې سره سره کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه کومه موافقه نشته.
په راپورونو کې ویل شوي چې مولوي فقیر محمد به پاکستان ته د ملګروملتو د مقرراتو په رڼا کې وسپارل شي.
د افغانستان مخکیني حکومت پاکستان ته د مولوي فقیر محمد سپارل د طالبانو د پخواني مرستیال مولوي عبدالغني برادر له ورسپارلو سره مشروط کړي و.
پاکستاني رسنۍ وايي چې دواړه هیوادونه په دیپلوماتیکه کچه د بندیانو د تبادلې په برخه کې له یو بل سره په تماس کې دي.
خو د افغانستان ملي امنیت وايي چې دوی د پاکستاني رسنیو دا راپور ردوی چې ګواکي د دوو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په باب موافقه شوې ده.