د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

تاند- افغان استخباراتي چارواکي وايي چې د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژلو دسیسه یې شنډه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو یو ځانمرګی د جنرال عبدالرازق وژلو ته ګومارلی و.

ملي امنیت د انتحاري نوم رحمت الله ښودلی او ویلي یې دي چې نوموړی د کندهار ښار اوسېدونکی دی او د طالبانو د انتحاري څانګې د مشر جبار اغا له لوري ځانمرګي برید ته چمتو شوی و.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جبار اغا سپین بولدک ته نژدې د بلوچستان ایالت په سرحدي ښار چمن کې اوسي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې انتحاري حمله کوونکی نیول شوی او اعتراف یې کړی چې له چمن ښاره کندهار ته د جنرال رازق د وژلو لپاره استول شوی و.

پر جنرال عبدالرازق تر دې مخکې څو ځانمرګي حملې شوي خو روغ ترې وتلی دی.

ویل کېږي چې نوموړی له طالبانو سره خورا ځیږ چلند کوي او حتي بې محاکمې یې وژني.

3 thoughts on “ملي امنیت وايي، د جنرال رازق د وژلو دسیسه یې ناکامه کړه”
  1. عبدلرازق دیر شه کار کوی چی طالبان بی محکمی وژنی عجبه شه کارکوی
    طالب لکه یو وحشی حیوان غوندی دی باید مردار سی

  2. جنرال عبدالرازق د افغانانو افتخار اود ای ایس ای د سترګو اغزی ده. الله (ج) دي ډیر عمر ورکړي. د ای ایس ای غلامان هڅه کوي تر څو داسي قدرونه چي په وطن مین وي له مخه لري کړي
    الله دي مل شي د وطن او د ملګرو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *