تاند د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په کابل کې یې د حقاني شبکې د یوې تروریستي حمله مخه نیولې ده.
د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې د حملې لپاره د حقاني شبکې ماینونه، بمونه، مقناطیسي بمونه، د انتحاري حملو واسکټونه، موبایل ټېلفونونه، چاودېدونکي مواد او وسلې کشف کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا وسلې او مهمات د کابل ښار په اوومه ناحیه کې موندل شوي دي.
د ملي امنیت ریاست وايي چې حقاني شبکې غوښتل چې په دغو وسلو په کابل ښار کې تروریستي برید وکړي خو د دوی منسوبانو د دې شبکې پلان شنډ کړ.
حقاني شبکې یا طالبانو تراوسه پورې د ملي امنیت د راپور په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې پخوا هم ملي امنیت په ځلونو په ښار کې د لویو حملو د مخنیوي ادعاوې کړي دي.