د جلال اباد د تروریستي حملې اصلي تنظیموونکي ونیول شول

تاند- د افغانستان د ملي امینت ریاست وايي، په پلازمېنه کابل کې یې د داعش د سختدریځې ډلې یوه ستره تروریستي حمله ناکامه کړې او د حملې په دسیسه کې شامل کسان یې نیولي دي.

د ملي امنیت د ریاست له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، د دې ناکامې کړای شوې دسیسې په تړاو یې ۱۳ تنه نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست همداراز وايي، د داعش مشکوک غړي یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په کابل ښار کې په داسې حال کې نیولي چې هغوی د حملې لپاره تیاري نیوله.

د ملي امنیت د ریاست په وینا په نیول شویو کسانو کې بهرنیان هم شامل دي.

دې ریاست نه دي ویلي چې بهرنيان د کوم هیواد اتباع دي او شمېر یې څو دی.

داعش تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دې ډلې په کابل کې په خپله وروستۍ حمله کې، چې د تبیان پر کلتوري، ټولنیز مرکز یې وکړ، تر ۵۰ زیات کسان ووژل.

دا ډله د طالبانو خلاف عموماً پر شیعه ګانو بریدونه کوي.

One thought on “ملي امنیت وايي، په کابل کې یې د داعش ۱۳ غړي تر حملې مخکې ونیول”
  1. وروره په دې ډول نه کیږي چې ونیسه او بندي کړه، دا دې راونیسي او په زرنګار پارک کې دې د خلکو په مخ کې دې یې راځوړند کړي چې نورو ته د عبرت درس وګرځي. دوی یې بوځي هلته یې د میلمستونونو په څېر محبسونو کې واچوي هغوی لا خوشحال شي ځکه له راتګ نه مخکې یې د غرونو سمڅو کې وخت تېر کړی وي له سمڅو نه خو ورته محبسونه ښه وي نور هم خوشحال شي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *