تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست یو انتحاري نیولی چې وايي مخکې تر دې چې د حملې لپاره ولېږل شي د طالب قومندانانو له لوري پرې ډله ییز جنسي تېری شوی دی.
د ملي امنیت د ریاست له یوې خبرپاڼې سره سم، چې نن یې خپره کړې ده، د دغه ډله ییز جنسي تېري قرباني غوښتل چې د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې د پولیسو پر حوزې انتحاري حمله وکړي، خو مخکې تر دې چې ځان هدف ته ورسوي، ونیول شو.
د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو او حقاني شبکې په لیکو کې د جنسي تېریو پېښې غیرمعمولي نه دي بلکې ډېر ځلي د دوی په لیکو کې داسي کارونه کېږي.
که څه هم طالبانو د دې قضیې په اړه تراوسه عکس العمل نه دی ښودلی خو طالبان افغان امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول پولیس پر جنسي تېریو تورنوي.
بلال، چې د ملي امنیت ریاست نیولی، ویلي چې له ده سره د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالب قومندانانو مزمل، هجرت الیاس، طاهر او حنظله له لوري جنسي تېری شوی او بیا د ځانمرګي برید لپاره بګرامۍ ته استول شوی دی.
ملي امنیت د دې قضیې او د بلال د نیولو نېټه نه ده ښودلې. دا ریاست په خپلو خبرپاڼو کې عموماً د پېښو دقیقه نېټه نه څرګندوي.
تېر کال د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري پرې یوې غوا د ډله ییز جنسي تېري ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې خورا مشهوره او په پراخه پیمانه خپره شوه.
دا خو کومه نوې او مهمه خبره نده. ټول ټالبان پدې عادت دي، په ټالبانو کې چې څوک لوړ مقام ته رسیږي هغه باید هغه څوک وي چې زیات جنسي تیري پرې شوي وي. ټول افغانان ددې شاهدان دي، زه د خیټې نه دا خبره نه کوم،هر چا ته خپل کلی او محله معلومه ده. څوک دټالبانو په لیکوکې شاملیږي؟ ټول هغه مفعول، بدکاره،غله او دمور اوپلار ازار وهلي خلک. دې کار ته هم ټالبان جهاد وایي. ما دیو وحشي او جاهل ټالب نه چې یو هلک ېې ساتلی و پوښتنه وکړه، چې دا کار خو په اسلام کې نارواح دى، دا خو كبيره ګناه ده. هغه په ځواب کې راته وویل، مونږبه څه کوو؟ مونږ چې دخدای په لار کې راوتلي يو په غرونو اودښتو کې میاشتې او کلونه د خپلو کورونو نه لرې تیرو، زمونږ لپاره دا ګناه نه ده، نو ما ځکه وویل چې هغوی دې ته هم جهاد ویي.
په طالبانو کی لواطت داسی دی لکه په حکومت کي اداري فساد- هر طالب څو ځله تر جنسی حملی لاندي راځي او بیا کله چي لوی شی بیا نو پرې شوی تجاوز په لسو بدلوي
زه قسم خورم چي ملا عمر هم همداسې نه دی پاتې شوی