تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست کارکوونکو د کابل د پرونیو انتحاري حملو یو پاتې ځانمرګی او د انتحاریانو ۱۲ نور ملګري نیولي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان یې د مشرانو جرګې د مرستیال ريیس د زوی د جنازې په مراسمو کې له انتحاري حملو وروسته نیولي دي.
د جنازې د لمانځه په مهال لږترلږه ۳ انتحاریانو ځانونه والوزول چې په نتیجه کې یې ۷ تنه شهیدان او ۱۱۹ نور ژوبل شول.
د ایزدیار زوی د جمعې د ورځې په مظاهرو کې له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی و.
ملي امنیت په دې اړه څه نه دي ویلي چې نیول شوي کسان په کومې ډلې پورې تړاو لري.
خو د ولسمشر غني یوه ویندوی دواخان مینه پال هم د کابل د پرونۍ حملې په تړاو د ۱۲ تنو نیونه تایید کړې او ویلي یې دي چې نیول شوي کسان د بلوچستان ایالت د چمن په قاري احمد مدرسه کې روزل شوي دي.
د کابل د پرونیو تروریستي حملو مسوولیت د افغانستان هیڅ وسله والې مخالفې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
پښتنو ته زماغږ، راویښ شۍ او بیدار شۍ ، د پښتنو د مینځه وړلو دسیسې پېړیو نه پخوا جوړې شوی دی ولیکۍ ملل متحد ته او د نړۍواکمنو ته او خپل حقوق وغواړۍ، او په اوله درجه دا تروریستان چه ډېر یې پښتانه دی، دا خره پوه کړۍ ، د دغو په ذریعه پلان دا دئ چه پښتانه بد نام شی، او ټوله نړۍ بیا به پښتنو ته په بد نظر وګوری که پوهېږۍ ښه او که نه پوهېږۍ نو خبره د پښتنو خلاصه ده