تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د تروریستي فعالیتونو په تړاو یې په لسګونو تنه نیولي دي.

د ملي امنیت د ریاست سرپرست رحمت الله نبیل پرون ماښام په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا کسان له اسنادو او شواهدو سره یوځای نیول شوي دي.

ده وویل:«موږ په ملي امنیت کې په ۲۴ ساعتونو کې ۷۶ تنه له اسنادو سره د تروریزم په جرم نیولي دي.»

ښاغلي نبیل زیاته کړه چې د ملي امنیت د لوی ریاست مامورینو شاوخوا ۹۳ تنه مشکوک کسان هم نیولي او تحقیقات ورڅخه روان دي.

ده ونه ویل چې دا کسان په کومو ولایتونو کې نیول شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر پرون ناوخته وویل چې د تېرو ۲۴ ساعتونو د دولت د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې ۲۰ تنه وژل شوي دي.

محمد عمر داوودزي، چې په یوه خبري غونډه کې څرګندونې کولې، وویل، د دغو حملو اکثره قربانیان افغان امنیتي ځواکونه دي.

ده دا هم وویل چې څه باندې ۸۰ تنه وسله وال مخالفان هم وژل شوي دي.

0 thoughts on “ملي امنیت وايي په لسګونو ترهګر یې له اسنادو سره نیولي”
  1. د الله تعالی رحمتونه، راحتونه، برکتونه دې وي پر زړورو افغان امنیتي ځواکونو، مرګ پر پنجابیانو او د هغوی پر غلام صفته ګوډاګیانو چې د پاکستاني پوځ د ګټو د ساتنې له پاره د سپیو په څېر جنګونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *