تاند: ابوبكر جبارخېل:- د ملي امنیت لوی ریاست تاند په رالېږلې مطبوعاتي اعلامیه کې وايي، چې د منسوبینو د هلو ځلو په پایله کې یې په لغمان کې یوه ۱۶ کسیزه وسله واله ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شوه او همداراز یې په بلخ کې یو شمیر وسلې او مهمات نیولي دي.
سرچینې وویل، دغه وسله واله ډله له کلونو راهیسې د لغمان ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د دولت پر وړاندې په وسله والو کړنو بوخت وو، چې د دولت د سوله ییزو سیاستونو او کړنلارو په درک کولو سره له مخالفت او جګړی څخه یې لاس واخیست او د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له خپلو وسلو سره په دې ولایت کې د سولې له بهیر سره یو ځای شوه.
نیول شویو کسانوهوکړه کړې چې وروسته له دې به په خپلو سیمو کې د سولې او ثبات د تینګښت په موخه له هیڅ ډول هلو ځلو او سرښندنې ډډه ونه کړي.
یاد ریاست همداراز وايي چې منسوبینو یې د یو لړ ځانګړو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ له اړندو سیمو څخه د وسله والو طالبانو له یو پټنځای څخه یو میل RPG راکټ انداز،2 فیر د RPG راکـ انداز مرمۍ، 2 عدده د پرسونل ضد ماینونه او یو اندازه مختلف الډوله حربي او پوځي تجهیزات کشف او تر لاسه کړي دي.
یاده دې وي چې نوموړي لوی ریاست په خپله اعلامیه کې له دولت سره د یو ځای شویو وسله والو د یو ځای کېدو او په بلخ کې د نیول شویو وسلو د وخت په اړه څه نه دي ویلي.