تاند- د افغانستان استخباراتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو د یوه مهم غړي په نیولو سره یې په پلازمېنه کابل کې د یوې لویې تروریستي حمله مخه ډب کړه.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن وویل، منسوبانو یې نن په پلازمېنه کې د هلمند د نادعلي لپاره د طالبانو ولسوال له درو نورو سخت دریځو سره په یو لړ عملیاتو کې یوځای ونیوه.

د ملي امنیت ریاست وايي چې دا کسان په وروستیو ورځو کې د ډیورنډ کرښې له هغې خوا څخه کابل ته راغلي ول او په دغه ښار کې یې د یوې لویې حملې پلان درلود.

ملي امنیت دغه راز ادعا کوي چې دغو کسانو ته په پاکستان کې د برید روزنه ورکړای شوې وه.

د ملي امنیت ریاست وايي چې ځواکونو یې په فاریاب ولایت کې هم شپږ وسله وال مخالفان نیولي. د ملي امنیت له یوې خبرپاڼې سره سم له نیول شویو طالبانو سره بمونه او وسلې هم کشف شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *