تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست چارواکو په هلمند ولایت کې د وسله والو سخت دریځو د ډله ییز برید مخه ونیوله او په دې تړاو یې یو شمېر ځانمرګي له وسلو او نقلیه وسایطو سره ونیول.
د ملي امنیت ریاست نن وویل، وسله والو ځانمرګو غوښتل چې د هلمند ولایت لږترلږه په ۵ برخو کې ځانمرګي بریدونه وکړي.
د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې وویل، دا سخت دریځي د کوټې د شورا له لوري رالېږل شوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ګډوډولو هڅه وکړي.
د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان استخباراتي مامورینو په لشکرګاه ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو موټر، چې بمونه او چاودېدونکي مواد پکې ځای پرځای شوي ول، کشف کړ. د دغه موټر ترڅنګ یې دوه موټرسایکلونه او یوه ریکشا، چې په هغو کې هم چاودېدونکي مواد ځای پرځای شوي، نیولي دي.
د ملي امنیت د چارواکو په وینا د عملیاتو په لړ کې یې لږترلږه ۵ تنه ترهګر نیولي دي. د دوی په ونیا په هغوی کې د سخت دریځو قومندان عصمت الله ښاروال هم شامل دی.
د ځانمرګو هیله باید پوره شی او هغوی باندی تیل وپاشی او په یوه دشته کی اور وراچوی چی له خیره مخامخ له همدی نړۍ نه دوزخ ته ور ولیږدول شی او نور حساب و کتاب به په قیامت کی ورسره کیږی.