تاند- د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي چې په پلازمېنه کابل کې یې د حرفوي غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
د ملي امنیت ریاست نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې کسان د ملي امنیت د ریاست، ملي پولیسو او څارنوالۍ د غړیو په نومونو د خلکو کورونو ته ننوتل.
تر دې وړاندې په کابل کې ځینو خلکو شکایتونه کړي وو چې د امنیتي ځواکونو په جامه کې یې د تلاشۍ په پلمه غلاوې شوي دي.
ملي امنیت وايي چې دا ډله یې هغه مهال ونیوله چې د کابل ښار د نهمې ناحیې د امین اباد د سیمې یوه کور ته د تلاشۍ په نوم ننوتل.
ملي امنیت نه دي ویلي چې په کومه ورځ یا نېټه یې دا کسان ونیول.
له دغو کسانو سره یو بې نمبر پلېټه رینجر موټر، دوه کلاشینکوفونه او دوې تمانچې نیول شوي دي.
د ملي امنیت د ریاست په رسمي فېسبوکپاڼه کې د نیول شویو کسانو ویدو خپره شوې او هغوی پر خپل جرم اعتراف کوي.
ملي امنیت د نیول شویو کسانو عکسونه خپاره کړي او نومونه په دې ډول اعلان کړي:
عبدالغفور مشهور په «فرهاد» د عبدالاحد زوی
– زبیح الله د رحیم داد زوی
– فدامحمد مشهور په «فرشید» د پاینده محمد زوی
– محمد نذیر د محمدکریم
خان محمد د زرخان زوی
دوی دوستم ته ورولیږی چې له خپلو ملګرو سره پدې غلو جنسي تیری وکړی.