تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۷مه: د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، تېره شپه یې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې په ځانګړو عملیاتو کې د حقاني شبکې او داعش ډلې ګډه هسته له منځه وړې ده.

ملي امنیت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، تېره شپه یې د داعش او حقاني ډلې په دغې ګډې هستې پسې په شکردره او یوولسمه حوزه کې درې عملیاتونه کړي دي چې په ترڅ کې یې ۵ کسان وژل شوي او ۸ تنه ترهګر ژوندي نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د ولسمشر د لوړې په مراسمو راکټي برید، د سیکانو په درمسال برید، پر بګرام هوايي ډګر راکټي برید او د عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو وسله وال برید د همدغې شبکې کار و: (( د دغې شبکې د له منځه وړلو لپاره عملیاتو کې وسله او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.))

بلخوا ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر دا خبر رد کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو حقاني شبکه له داعش سره هیڅ ډول ګډه هسته او مرکز نلري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې میاشت وړاندې په کندهار کې د داعش ډلې پاکستانی مشر له ۱۹ مهمو کسانو سره ونیول شو چې ملي امنیت ته یې د داعش، حقاني شبکې، لشکر طیبې او پاکستاني استخباراتو تر منځ له اړیکو پرده پورته کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *