تاند- د افغانستان د ملي امنیت ادارې نن په کابل کې د هیواد د خپلواکۍ په ورځ د خطرناکو تروریستي حملو مخه ونیوله.
د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دې تروریستي حملو په تړاو یې د ترهګرو درې ډلې نیولي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د ملي امنیت ځواکونو یو موټر، چې له چاودېدونکو موادو ډک و، د ځان وژنې له یوه واسکټ، ۱۰ نښلېدونکو یا مقناطبیسي بمونو او یوه ۵- بي ایم راکټ سره کشف و ضبط کړی دي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست په وینا تروریستي ډلو غوښتل چې د خپلواکۍ په ورځ د کابل په مختلفو سیمو کې هممهاله بریدونه وکړي.
دې ریاست د نیول شویو کسانو شمېر ۵ تنه ښودلی دی.
د ملي امنیت ریاست له کابل ښاریانو غوښتي چې د مشکوکو کسانو او فعالیتونو په اړه دوی ته په ۱۹۱۹ ټېلفون شمېره خبر ورکړي څو د دوی ښار له تروریستي بریدونو خوندي شي.