تاند، سه شنبه، د دلوې لومړۍ: د ملي امنیت ځواکونو د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې پاکستاني ساخت ۵۴ ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
د ملي امنیت لخوا تاند ته په دې اړه استولې خبرپاڼه کې راغلي، دا ۵۴ کړۍ ماینونه د آی ایس آی لخوا د سرکاڼو ولسوالۍ په ګنجګل دره کې د فعالې لشکر طیبه ډلې قومندان محمود ته ورکړل شوي وو .
د خبرپاڼې په حواله لشکر طیبې ډلې غوښتل په دې ماینونو د کونړ قومي مشران، امنیتي ځواکونه او عام المنفعه پروژې له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو تر دې وړاندې په خوست کې هم پاکستاني ماینونه موندلي وو چې پرې په پنجابي ژبه لیکل شوي وو، ماینه! ولاړ شه او په کفارو (افغان ځواکونو) تباهي جوړه کړه.
ملی امنیت باید پا کسستانی سا خت انسانان کشف کړی۰
دلته ډیر خایینان پاکستانی ماډل دی۰
مننه
نو د همدی امله یی تیره ورځ په کونړ باندی ۲۰۰ توغندی ویشتی دی