تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: د ملي امنیت لوی ریاست وايي، تېره شپه یې د کابل خیرخانې مېنې په یو کرايي کور کې د داعش پر پټنځای عملیات کړي دي چې لږ تر لږه ترې کسانو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

 ملي امنیت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼې کې ویلي، دا پټنځای یې له هغې وروسته وموند چې دوی په کابل کې دداعش ډلې د ۲۹ لویو بریدونو یوه درې کسیزه ډله ونیوه او هغوی ورته ډېر معلومات ورکړل.

 ملي امنیت وايي، د تېرې شپې په عملیاتو کې یې د داعش ډلې د بمي بریدونو یو طراح محمد حنیف او یو پاکستانی ځانمرګی بریدګر وژلی دی.

 د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په دغو عملیاتو کې یې هغه پاکستانۍ ترهګره هم ټپي کړې ده چې دغه کور کې له ۴ ماشومانو سره دېره وه: (( ټپي شوې پاکستانۍ مېرمن روغتون  ته لېږدول شوې ده.))

 د ملي امنیت ریاست وايي، په دغو عملیاتو کې یې درې کلاشنکوفونه، ۲۶ شاجوره مرمۍ، یو میل ښکاري ټوپک، ۷ لاسي بمونه او درې جوړه نظامي لباس هم نیولی دی.

 د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په ځینو برخو کې د داعش ډلې پر پټنځایونو عملیات زیات شوي دي.

ویل کېږي چې داعش ډلې د کابل ښار مختلفو سیمو کې په کرایې کورونه نیولي او له همدغو ځایونو خپل عملیات په ښار کې تنظیموي.

څه موده وړاندې افغان ځواکونو د کابل پوهنتون څو استادان داعش ته د کار په جرم ونیول چې له کبله یې اوس ښار کې د داعش بریدونه کم شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *