تاند- د افغانستان لوی ملي ايتلاف وايي، ژر به د ولسمشرۍ لپاره خپل کاندید اعلان کړي.
د دې ايتلاف یوه مشر احمد ضیا مسعود نن /پنجشنبه/ وویل، چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره به د ولسمشرۍ د کاندید ترڅنګ د صدراعظم، د ولسمشر د ۳ مرستیالانو او د صدراعظم د ۳ مرستیالانو نومونه هم اعلان کړي.
ضیا مسعود وویل چې د صدارت چوکۍ به د دوی منتخب ولسمشر د یوه فرمان د صادرولو له لارې ایجاد کړي.
مخکې هم د دې ټلوالې غړیو ویلي و چې دوی پتېیلې ده چې په اساسي قانون کې به بدلون راوړي او د اجراییه ریاست چوکۍ به د صدراعظمۍ پر چوکۍ اړوي او همداراز به د ولسمشر د مرستیالانو شمېر ۳ ته زیاتوي.
احمد ضیا، چې په یوه خبري غونډه کې ږغېده، ونه ویل چې څوک به د دوی د ايتلاف له لوري د ولسمشرۍ کاندید وي خو د دې ايتلاف ځینو غړیو ویلي چې د دوی له لوري کاندید به پښتون وي او د ولسمشر مرستیالان او صدراعظم به د اقلیتونو له منځه وي. همداراز دوی پتېیلې ده چې د ولسمشر واک کم کړي او پر صدراعظم او د ولسمشر پر ۳ مرستیالانو یې وویشي.
ده د ولسي جرګې پر انتخاباتو نیوکه وکړه او ویې ویل چې په لړ کې یې درغلۍ شوي دي.
احمد ضیا مسعود دا هم وویل چې لوی ملي ايتلاف به د انتخاباتو د اوسني کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ انتخابات ونه مني.
په ډيره بښنه سره به ووايم چې هغه کسان ستاسې دا کړنه مني نو له ډوی نه د مځکې پر سر بل جاهل نه وي او افغان به هم نه وي، تاسو ملت ته ثابته کړه چې ستاسو ټول پلانونه او کارونه تل د وطن په بدبختي او ناورين اووښتی او ټول پلورل شوي او پايلوچه ډله ده.
ګرانو هېوادوالو دې جملې ته ستاسو پام را اړوم چې وایی:
« د دې ايتلاف ځینو غړیو ویلي چې د دوی له لوري کاندید به پښتون وي او د ولسمشر مرستیالان او صدراعظم به د اقلیتونو له منځه وي. همداراز دوی پتېیلې ده چې د ولسمشر واک کم کړي او پر صدراعظم او د ولسمشر پر ۳ مرستیالانو یې وویشي. »
یعنې د لوي ملي ایتلاف هدف دادی چې پښتون په راتلونکې کې لکه جناب حامدکرزي صرف سمبول وي او واک به له دوي سره وي . له بلې خوا د انتخاباتو دا اوسنی کمیسیون هم نه مني . غواړي چې د شورای نظار مفتي مولانا فضل احمد معنوي بیا د دوی د کمیسیون ریس وي او د پخوا په شان د خپلې خوښې وکیلان او په راتلونکې کې فرمایشي پښتون د افغانستان ولسمشر وټاکي.
هېوادوالو لږ را ويښ شي او د وطن او ولس دښمنانو وپېژنئ.