ملي بيرغ د هر هېواد د هويت او غوښتنو او ارمانونو ښودونکی دی. د هېوادونو بيرغونه له بېلابېلو رنګونو، ټوټو، نښانونو او سمبولونو څخه جوړ شوي، چې خپله مانا، مفهوم او تاريخ لري. 

زموږ په هېواد کې له بيرغ څخه استفاده ډېره لرغونې ده او په دې اوږد مهال کې د ډېرو واکمنيو په دوران کې بيرغ هم ډېر بدلونونه موندلي. 

تور، سور او زرغون درې ښکلي او وياړلي رنګونه هر افغان ته ستره او لوړه مانا لري. دا رنګونه زموږ د تاريخ، ملي هويت او وطندوستي څخه د لاسته راغلي فرهنګ او وياړونو، ننګ، قرباني او مېړانې ممثل دي. زموږ بيرغ د پيوستون نښه او د انسجام او ملي وحدت ښودونکی دی. د هـر بري او کاميابي په وخت يې لوړوو او ښکلوو يې. په هر ملي او نړيوال مناسب له خپل وياړلی بيرغ څخه د خپل ملي هويت او تدين په توګه استفاده کوو، چې افغانانو ته پر نفس باور، غرور او عزت ډالۍ کوي.

زموږ هېواد په وروستيو څو لسيزو کې د حکومتي نظامونو د بدلون پراخ ډګر پاتې شوی او د حاکميتونو له بدلون سره ملي بيرغ هم بدل شوی دی. له دې امله ده چې د افغانستان بيرغ د نړۍ يو تر ټولو ډېر بدل شوی بيرغ دی. په افغانستان کې له بيرغ څخه د استفادې لرغونتوب پنځه زره کلونو ته رسيږي.

د ميرويس نيکه راهيسې د تاريخ په اوږدو کې د بېلابېلو دورو او واکمنيو په بدلون د بيرغونو بدلون او ډولونه: 

د هوتکيانو لړۍ: 

د ميرويس خان هوتک په وخت (۱۰۸۷هـ ش) کې د هېواد بيرغ له کومې نښې پرته په بشپړ تور رنګ د استفادې وړ وګرځېد. 

د درانيانو لړۍ: 

د درانيانو د لړۍ بنسټګر احمدشاه بابا و. په دې دوران (۱۱۲۵هـ ش) کې د افغانستان بيرغ په سپين او زرغون دوه رنګونو استفاده کېده. 

د افغانستان امارت: 

د امير عبدالرحمن خان په وخت (۱۱۵۸هـ ش) کې د افغانستان بيرغ په تور او له کومې نښې پرته د استفادې وړ وګرځېد. 

د افغانستان امارت: 

امير حبيب الله خان (۱۲۷۹هـ ش) له تور بيرغ او هغه نښان څخه استفاده وکړه، چې د افغانستان د اوسني ملي نښان لومړی شکل دی. 

د افغانستان پاچاهي: 

غازي امان الله خان د خپل سلطنت پر مهال (۱۲۹۷هـ ش) د هېواد بيرغ درې ځله بدل او استفاده کړ. د افغانستان د ملي بيرغ اوسني درې رنګونه لومړی ځل د پاچا امان الله خان په وخت کې د بيرغ په توګه رامنځته او وکارول شول. 

د افغانستان پاچاهي: 

د حبيب الله کلکاني د پاچاهي په وخت (۱۳۰۷هـ ش) کې له درېوو؛ سور، تور او سپين رنګونو جوړ بيرغ کارول کېده. 

د افغانستان پاچاهي: 

پاچا محمدنادر شاه په (۱۳۰۷ هـ ش) کې د افغانستان سلطنت ته ورسېد. هغه بيا له هماغه پخواني درې رنګه تور، سور او زرغون بيرغ څخه استفاده وکړه. د هغه د واکمنۍ په وخت کې له دوه بيرغونو استفاده وشوه. 

د افغانستان پاچاهي: 

محمدظاهر شاه بابا (۱۳۱۱هـ ش) د افغانستان وروستی پاچا و. پاچا ظاهر شاه د خپل پلار محمدنادر شاه د وخت له بيرغ څخه استفاده کوله. 

جمهوري افغانستان: 

محمدداود خان (۱۳۵۲هـ ش) له درې رنګه تور، سور او زرغون بيرغ څخه استفاده وکړه. ولسمشر داود خان هم په بيرغ کې ځينې بدلونونه راوستل. نوموړي د بيرغ رنګونه له عمودي څخه افقي ته واړول، ملي نښان يې هم بدل او د بيرغ په يو کونج کې ترسيم کړ. 

د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت: 

نورمحمد ترکی (۱۳۵۷هـ ش) د افغانستان د ديموکراتيک جمهوريت له رهبرانو څخه و. ترکي له سور رنګه بيرغ او ژېړ نښان څخه، چې په منځ کې يې (خلق) کليمه ليکل شوې وه، استفاده کوله. 

د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت: 

حفيظ الله امين (۱۳۵۸هـ ش) له سور رنګه بيرغ او ژېړ نښان څخه، چې په منځ کې يې (خلق) کليمه ليکل شوې وه، استفاده وکړه. 

د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت: 

د ببرک کارمل (۱۳۵۸) په واکمني کې د پخواني هغه پر ځای له درې رنګه بيرغ څخه استفاده وشوه او يو بېل نښان ورته طرح شو، چې د بيرغ په يوه خوا کې و. 

جمهوري افغانستان: 

د ډاکټر نجيب الله د وخت (۱۳۶۵هـ.ش) بيرغ له درې رنګونو؛ تور، سور، زرغون او يوه نښان څخه جوړ شوی و، چې د پخوانيو هغو نښانونو سره يې توپير درلود. 

جمهوري افغانستان: 

د صبغت الله مجددي په وخت (۱۳۷۱هـ ش) کې د هېواد بيرغ په درې؛ زرغون، سپين او تور رنګونو و او په بيرغ کې (الله اکبر) او طيبه کليمه (شهادتين) ليکل شوې وه. 

د افغانستان اسلامي دولت: 

د برهان الدين رباني په وخت (۱۳۷۱هـ ش) کې د افغانستان بيرغ په درې؛ زرغون، سپين او تور رنګونو و او د طيبه کليمې پر ځای بيرغ ته يو نښان ور زيات شوی و. 

د افغانستان اسلامي جمهوريت: 

د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال (۱۳۸۰هـ.ش) د افغانستان اوسنی بيرغ، چې له درې، تور، سور او زرغون رنګونو جوړ دی او په منځ کې يې ملي نښان دی، د استفادې وړ وګرځېد. 

اوسنی بيرغ له تر ټولو ډېرو حاکمو او منلو شويو رنګونو تور، سور او زرغون څخه جوړ دی، چې په عمودي ډول په مساوي اندازه له چپ څخه ښي لور ته يو د بل تر څنګ ترتيب شوي دي. د هر رنګ سور د هغه د اوږدوالي نيمايي دی او په منځ کې يې د افغانستان ملي نښان دی. 

* تور رنګ د درد، تيارو او زموږ په ستر ملت د پرديو د بريد بيانوونکی دي. 

* سور رنګ د انقلاب، مېړانې، توان، ننګ، قرباني او زموږ د زړورو خلکو د ځان تېرېدنې نښه ده. 

* او زرغون رنګ د امنيت، هيلې او ځواني، سرسبزي، ارامي او انتظار نښه ده. 

د افغانستان ملي نښان په سپين رنګ له مهراب او منبر څخه جوړ شوی، چې دواړو خواوو ته يې دوه بيرغونه او په پورتنۍ برخه يې (لااله الا الله محمدرسول الله) مبارکه کليمه، ترې لاندې (الله اکبر) او د راختونکي لمر وړانګې دي. 

په لاندينۍ برخه کې يې (۱۲۹۸هـ.ش) يانې د هېواد خپلواکۍ اخيستو نېټه او (افغانستان) کليمه ليکل شوې ده او له دواړو خواوو د غنمو په وږو چاپېر شوی دی.

ياد نښان په داسې ډول په بيرغ کې رسم شوی دی، چې (قطر) يې د ټول بيرغ له نيم (عرض) سره برابر دی او د غنمو د وږو څنډې تور او زرغون رنګ ته هم کش شوې دي. 

ملي بيرغ زموږ د ملي هويت، وطنپالنې او سوله غوښتنې تر ټولو لوړه نښه ده. زموږ ملي بيرغ د دې ښودونه کوي، چې له تيارو، جګړو، دښمني او ورته ستونزو ستړي او مخالف يو. 

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان بيرغ هم د هغه ستر او وياړلي ملت د ارمانونو او غوښتنو بيانوونکی دی، چې د خپلې وينې په بيه يې د دې تر سيوري لاندې د هېواد ساتنه کړې ده. 

د افغانستان ټول قومونه بايد له هر ډول بيلتون پرته تر يوه بيرغ لاندې د اساسي قانون په چوکاټ کې د نظام موخې او معنويات تعقيب کړي. ملي بيرغ ته احترام د ځان، خپل هويت، ارزښت، تاريخ، فرهنګ او د ملت ارمانونو ته د قدر او احترام مانا دی. 

راځئ خپل بيرغ تل رپاند وساتو. 

زموږ بيرغ، زموږ د ملي هويت نښه !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *