د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې او د ملي راډیو ټلویزیون عمومي ریاست ترمنځ، د سه شنبه پر ورځ د همکاریو او مشترک کار تفاهم لیک لاسلیک شو. د دې تفاهم لیک پر اساس به، د ملي راډیو ټلویزیون له خوا هره میاشت د سیمه ییزې حکومتولۍ د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د (څلور دېرشمه سټوډیو) او (سوغاتي) په نوم دوې ځانګړې خپرونې جوړېږي. د دې خپرونو د ثبت او جوړولو لپاره به د ملي راډیو ټلویزیون ځانګړي ټیمونه، د افغانستان مختلفو ولایتونو ته سفرونه کوي او د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره به یادو ټیمونو ته ټرانسپورټي، تدارکاتي او امنیتي اسانتیاوې برابروي.

د تفاهم لیک د لاسلیکولو په مراسمو کې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبدالخالق فراهي وویل: (موږ نن د مشترکو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره، د ګډ کار تفاهم لیک امضا کوو. زه امیدوار یم، چې د دې تفاهم لیک له امضا کیدو سره به د افغانستان  د ملي راډيو ټلویزیون په تصویر او څپو کې،  د سیمه ییزې حکومتولۍ حضور لا زیات شي.)

فراهي، ملي راډیو ټلویزیون د افغان دولت د تبلیغاتو او خپرونو اصلي اورګان وبللو او پر دې مهم اورګان یې د اړوندو ادارو لخوا، موثره پانګونه اړینه وبلله.

د ملي راډیو ټلویزیون لوی رییس محمد زرین انځور، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سره د تفاهم لیک د لاسلیکولو له کبله د خوښې په څرګندولو وویل چې، دوی اوس هم د ولایتونو په اړه، د اوونۍ ځانګړې خپرونه لري، خو د دې تفاهم لیک له مخې به د محلي حکومتولۍ د فعالیتونو او لاسته راوړنو  په اړه خپرونې دوامدارې او له نویو موادو او متحوا ډکې شي. انځور وویل، چې دا خپرونې به د دې زمینه برابره کړې، چې د هېواد ټولو ولایتونه افغانانو ته په نوې بڼه معرفي شي.

د سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه، د نویو خپرونو د عملي کار د جزیاتو په اړه به، د دواړو اورګانونو ځانګړي ټیمونه په نژدې ورځو کې کار پیل کړي. د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، لومړنۍ دولتي اداره ده، چې د ملي ټلویزیون سره د مشترک کار تفاهم لیک لاسلیکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *