په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د ملي سرود په اړه ناندرۍ او لانجې راولاړې شوي دي،  یو شمېر خلک د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ په غونډو او مراسمو کې د ملي سرود د غږېدو درناوی نه کوي او نه یې په ویاړ دریږي، چې په غبرګون کې یې یو شمېر نور هېوادوال خپل حساسیت او غوسه په ډاګه کوي. زه د ملي سرود په هکله د اسلامي او شرعي اړخه نه غږېږم ځکه دغه یوه اختلافي موضوع ده او دواړه خواوې خپل دلایل لري. د شرعی اصولو له مخې هم په اختلافي موضوعاتو کې پر دواړو نظرونو عمل کول اجازه لري خو د قضاء القاضي قاض د اصل په رڼا کې باید هغه کار په هغه شکل تر سره شي چې د هېواد قوانینو او د واکمنو لخوا یې د قانون په شکل توصیه شوې وي. ځکه نو زه غواړم د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې په دې موضوع لږه رڼا واچوم.

پېل به یې د هېواد له اساسي قانون څخه وکړو. د افغانستان د اساسي قانون شلمه ماده د ملي سرود په اړه داسې صراحت کوي: (د افغانستان ملي سرود په پښتو ژبه دی، الله اکبر او د افغانستان د قومونو نومونه به په کې راځي.) اساسي قانون د ملي سرود په اړه همدومره ویلې دي چې په پښتو  ژبه به وي او د الله اکبر سربېره د افغانستان د  قومونو نومونه به هم په کې ذکر کېږي.

د درناوي، ورته درېدلو او نورو شکلیاتو په هکله دلته نور صراحت وجود نلري خو د همدغې مادې په رڼا کې د افغانستان ملي شورا په ۱۰/۳/۱۳۹۵ نېټه د افغانستان د بیرغ، ملي نښان او ملي سرود د استفادې د ډول قانون په ۹ فصلونو او ۴۵ مادو کې تصویب کړ چې بیا په ۱۰/۷/۱۳۹۵ نېټه د (۲۱۴۲) ګڼې حکم له مخې د هېواد د جمهور رئیس له لورې توشیح او په  رسمي جریده کې چاپ ته وسپارل شو. په دې بنسټ اوس مونږ یو مستقل قانون لرو چې د بېرغ، ملي نښان او ملي سرود څخه د استفادې د څرنګوالي او د نقض په صورت کې د تادیبي مؤیداتو ذکر کوي.

د یاد قانون دوه دېرشمه ماده د ملي سرود د اهمیت او ارزښت په اړه داسې صراحت کوي (د افغانستان ملي سرود په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان د خلکو د ملي یووالي د هویت ښکارندوی دی.)

تر څو واضحه وي نو د همدې قانون څلور دېرشمه مادې ته باید وګورو چې  په تفصیل سره هغه مراسم ذکر کوي چې ملي سرود باید په کې وغږول شي  (زه یې د دې لیکنې د اوږدېدو د مخنېوې په پار دلته نه لیکم، تاسې کولای شئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره ورته رجوع وکړئ.)

د همدې قانون پنځه دېرشمه ماده وایي چې د مراسمو ګډون کوونکي مکلف دي، د افغانستان د ملي سرود د خپرولو پر وخت په وقار او درنښت سره په پښو ودرېږي. د دې مادې پر بنسټ د مراسمو ګډون کوونکي ملي سرود ته په ودرېدو مکلف دي.  همدا راز، د قانون اووه دېرشمه ماده د مراسمو ګډون کوونکي مکلف بولي چې د افغانستان د ملي سرود د خپرولو پر وخت کې له خوا او شا ناستو افرادو سره یا د ټیلیفون په واسطه له خبرو کولو، ځان ټیټولو، هرې خوا ته د کتلو او ورته کړنو څخه ډډه وکړي.

د اختصاصي سرودونو په اړه د همدې قانون نهه دیرشمه ماده داسې تصربح کوي، کوم مراجع چې اختصاصي سرودونه لري مکلف دي، په رسمي مراسمو کې لومړی د افغانستان ملي سرود او وروسته خپل اختصاصي سرود خپور کړي. معنا دا چې هغوی باید لومړی د هېواد ملي سرود وغږوي بیا خپل اختصاصي سرود وغږوي، د ملي سرود نه غږول د نافذه قانون سره مغایر او په ټکر کې  عمل دی.

 ملي بیرغ، نښان او ملي سرود ته د سپکاوي په اړه هم د قانون حکمونه واضح او روښانه دي، په دې اړه قانون داسې تصریح کوي  ( هغه شخص چې په علني توګه د افغانستان بیرغ، ملي نښان او ملي سرود ته سپکاوی وکړي، د قانون د حکمونو مطابق، تر عدلي تعقیب لاندې نیول کېږي.) د دې مادې په رڼا کې د ملي سرود سپکاوی کوونکی د عدلي تعقیب لاندې راتلی شي، او عدلي ارګانونه کولای شي له نوموړي شخص څخه پوښتنې ګرویګنې وکړي.

خو  د بیرغ، ملي نښان او ملي سرود د استفادې د ډول قانون درې څلوېښتمه ماده بیا وایې ( شخص په دې قانون کې له درج شوو حکمونو څخه د سرغړونې په صورت کې، له لاندې احوالو سره سم، تادیبېږي: ۱- توصیه ۲- لیکلی اخطار ۳- له زر افغانیو څخه تر پنځه زره افغانیو پورې نغدي جریمه. زما په اند دا ډېره سپکه او خفیفه سزا ده. د بیرغ، ملي نښان او ملي سرود سپکاوي کوونکو ته باید درنه سزا وټاکل شي، د ملي هویت سره لوبې کوونکي باید سخته سزا وویني تر څو په راتلونکي کې له داسې ناوړه کړنو څخه مخنېوی وشي. خو څرنګه چې اوس د قانون د حکم سره سم همدغه سزا ټاکل شوې نو د یو بامسئولیته ښاروند په توګه باید دغه حکم ته د درناوي په سترګه وګورو.

د یاد قانون څلور څلوېښتمه ماده د حکمونو له تطبیق څخه څارنې په اړه ده ( د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دې قانون د حکمونو له تطبیق څخه څارنه کوي.) د قانون په اند د دې قانون د حکمونو له تطبیق څخه څارنه د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی ریاست په غاړه ده، هغوی باید په دې اړه پرېکړه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *