تاند – د افغانستان ملي موزیم له یوه پخواني جنګي قوماندان، سید محمد خان، څخه د افغانستان د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان موټر نن په کابل کې ترلاسه کړ.

دغه موټر لا هم چلېږي، خو د افغانستان لپاره یې ډېر ارزښت د هغه په قدامت کې دی.

د غازي امان موټر نن اجرایه رییس عبدالله عبدالله د ښاغلي سید محمد په حضور کې چې په څېره یې یو ډول د خجالت احساسات ښکارېدل ملي موزیم ته وسپاره.

قوماندان سید محمدخان

قوماندان سیدمحمد وویل، چې دا موټر ورسره تر اوسه پورې موجود وو او دی چې خبر شو چې ملي موزیم جوړ شوی دی نو له یو لړ خبرو څخه وروسته یې موټر راوست او ورته یې وسپاره.

د افغانستان ملي موزیم په ۱۹۲۲ کال کې او په یوه بل روایت په ۱۹۱۹ کال کې جوړ شوی چې تر ۱۹۷۸ کال پورې په کې د موجودو اثارو شمېر ۱۰۰ زره توکي ښودل شوی وو خو په ۱۹۹۰مو کالونو کې د برهان الدین رباني د واکمنۍ پر وخت د موزیم ډېر توکي ولوټل شول.

ویل کیږي، چې ارواښاد رباني د وزیر اکبرخان تمانچه چې انګلیس مکناټن یې پرې وژلی وو د پاکستان د وژل شوي پوځي جمهور رییس ضیاءالحق زوی اعجازالحق ته په سوغات کې ورکړه.

یو شمېر نور توکي د طالبانو د واکمنۍ پر وخت ولوټل شول چې ویل کیږي څه یې خپل ملاتړي نصیرالله بابر ته په سوغات کې هم ورکړل.

د غازي امان الله خان د موټر د موجودیت په هکله وروسته له هغه معلومات رسنیز شول چې یوه استرالیایي مېشتي افغان ژورنالست رزاق مامون پرې د روان کال د جولای په ۲۷مه په خپله فیسبوک پاڼه او ژورنال کې لیکل وکړل.

ښاغلي مامون د خپل یوه مینه وال له قوله لیکلي وو، چې د غازي امان الله خان موټر د پنجشېر په شتل سیمه کې دی او وېره شته چې خرڅ کړای شي. 

داسې ښکاري چې د موټر تښتوونکي لا هم نه غوښتل چې دغه موټر ملي موزیم ته وسپاري نو ځکه یې خواوشا ۵ میاشتې نور وخت ونیو څو د پخوانۍ ټلوالې غړي نوموړی دې ته جوړ کړي چې موټر وسپاري.

2 thoughts on “ملي موزیم له یوه جنګي قوماندان څخه د غازي امان الله خان موټر واخیست”
  1. مشت نمونه ای خروار. د افغانستان ملي موزیم ، د ملي اردو موزیم ، د افغانستان د مسلحو قواوو وسایل ، تجهیزات ، وسلتونونه او ټول افتخارات لکه 700 شاوخوا نظامي او ترانسپورتي الوتکې ، شاوخوا 5000 پنځه زره تانکونه او زرهدار وسایط ، د سکات ، اورګان ، لونا او پيچور توغندي ویشتونکې دستګاووي ، رادارونه او هرڅه د پنجشیر « قهرمان » او د هغه بل شریک برهان الدین رباني له خوا زمونږ مغرضو ګاونډیانو ته سوغات ورکړل شول .

  2. کاشکی امان الله خان مرحوم نه دومره موټری او چټک اصلاحات تر لاس لاندی نه وای نیولای
    او نه انګرېز زموږ سره دومره ناځوانی کړې وای چه په هغه صورت کی به د امان الله خان خاطره یوه موزیمی خاطره نه وای بلکه زموږ موزیم به یو طبیعی موزیم او طبیعی خاطره
    وای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *