د افغانستان ملي نولس کلنه لوبډله د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو درومي.

د هیواد ملي نولس کلنه لوبډله د هر اړخیزو تمریناتي کمپونو، په آسیایي جام سیالیو کې د غوره ځلیدلو او په دې وروستیو کې د پاکستان ملي نولس کلنې لوبډلې ته له ستر توپیر سره له ماتې ورکولو وروسته په قوي هوډ د نولس کلنو په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته درومي.

د افغانستان کرکټ بورډ اداره په پام کې لري تر څو د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د ملي نولس کلنې لوبډلې چمتووالي او نړیوال جام سیالیو لپاره د لوبغاړو پیاوړتیا په هکله هیوادوالو ته معلومات ورکړي.

د رسنیو له ټولو درنو همکارانو په درنښت هیله کیږي تر څو د تل په څیر بیا هم د خپل استازي په رالیږلو سره زموږ خبري ناستې ته ښکلا ورکړي.

نیټه:    د روان زیږدیز کال فیبروري اتمه نیټه

وخت:  د سهار لس نیمې بجې (د غرمې میلمستیا هم په پام کې نیول شوې)

درک:   د افغانستان کرکټ بورډ ادارې خبري ناستو خونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *