موږ په تاریخي لحاظ یو داسي حکومتي سیستم تجربه کوو چې پکې واک تر ډيره بریده تقیسم دی او ددي لامل دا شوي چې چارې او لمړیتوبونه تقیسم او یو ډول نه وي دحکومت په لوړو چوکیو اوس هم ناندرې او جنجالونه راون دي، کابینه تراوسه پورې نده تکمیله شوي. ولایتونه اوس هم سرپرست والیان چلوي. دبلې پلوه هیواد په یو بل سیاسي کشمشکش کې دی دسولې او دپاکستان سره داړیکو موضوعات کې بوخت دي افغان ملي وحدت حکومت په یو ستر سیاسي بحران کې قرار لري افغان مشران تراوسه پورې پدې ندي توانیدلي چې دحکومت د پاېې د چلولو سره یو اندازه نسبي ، امینت ، اقتصادي او ټولنیز بدلون دولس په ژوند کې راولي.
دا هر څه پداسي حال کې کیږي چې حکومت دیوې سترې سیاسي تشې سره لاس په ګرایون دی.
په جمهوریت کې یو مشروع او انتخابي حکومت باید یو آپوزیشن رهبر او یا هم آپوزیشن ګوند ولري ترڅو دحکومت په سیاسي کړنو نظارت ولري دا پداسي حال کې ده چې افغان حکومت تراوسه کوم سیاسي آپوزیشن نلري او هم په داخل د ارګ کې د پوزیشنونو پرسر د جمهور ریس او اجرایوی ریس جنجالونه او سیاسي اختلافات وجود لري.
په رسنیو کې د حکومت دسیاسي دریځ مبهم حالات ولس سره اندیښنه پیدا کړي دا ډول دریځ نه دحکومت او نه هم دافغانستان دریاست په ګټه دی .
اوسنۍ افغان حکومت که څه هم ډيرو لانجو او ستونزو ورسته په یو غیر نورمال ترکیب کې سره جوړ شو له هغې وخته ترننه پورې دحکومت په لوړپوړو چاوراکو کې یوه سیاسي اراده نه لیدل کیږي چون دملي وحدت د حکومت دتشکیل ترکیب په خپل ذات کې یو ستر مشکل او ډير مغلقه دی.
دوه مهیمې مسلې چې نن ورځو کې د بحث لاندي دي او هم ېې یو تعداد اندیښنې را ولاړې کړي دي چې په لاندي توګه ورته یوه لنډه شانتي کتنه کوو.
• دملي وحدت دحکومت د توافق په بنیاد به آپوزیشن لیډر او یا هم آپوزیشن پارټي د ملي وحدت دحکومت داجریوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري وټاکل شي.
په قانوني او سیاسي لحاظ آپوزیشن دنظارت او کنترول دنده لري ترڅو دحکومت په کړنو لیده کاته ولري هم ېې کنترول کړي او هم ورسره دستونزو په وخت کې همکاري وکړي آپوزییشن په خپل ذات کې یو داسي تشکیل ته ویل کیږي چې دحکومت سره موازي دخپل ولس شعور او فکر ته کار وکړي حکومت پدی مجبوره کړي ترڅو کړنې د خپلو وعدو او ټاکل شوي قانون په بنیاد ترسره کړي.
په اکثره جمهوري نظامونو کې حکومتونه د سیاسي ګوندونو لخوا تشکیلیږي او هم سیاسي ګوندونه دیو منظم رقابت په بنیاد سره د هیواد چارې په مخ بوځي.
په نوره جمهوري هیوادنو کې هم د واک اصل خاوند سیاسي ګوندونه وي چون ګوندونه دهیواد اکثره ولسي وګړو ملاتړ او ګډون له ځان سره لري.
چې دسیاسي ګوندونو لخوا جوړ شوي حکومت له یوې خوا دولسواکۍ او جمهوریت په بنیاد خپل کړنې ترسره کوي له بلې پلوه یو منظم او سیستماتیک پروسه کې حکومتونه تشکلیږي واکمن حکومت په خپل مقابل کې سیاسي آپوزیشن لري او دا آپوزیشن بیا دحکومت په کړنو نظارت کوي.
په تاسف سره دافغانستان د حکومت واک په منظمه توګه د دوه ډولو لخوا جوړشو او هم دغه دوه ډلې غواړي واک دنظارت او کنترول لپاره دریمه ډله تشکیل کړي چې داقانوني او سیاسي مشکلات له خپل ځآنه سره لري. دحل لاره ېې یو د یوداسي سیاسي آپوزیشن تشکیلول چې په حکومت کې سهم ونلري خو ولس او اکثره سیاسي ، احزابو، مدني ټولنو او ملي شوراګانو ته دمنلو وړ وي.

• دوهم برخه چې دپاکستان سره د اړیکو برخه ده تیره ورځ افغان حکومت دپاکستان داستخباراتو سره دهمکارۍ په نامه یو تړون لاسلیک کړه.
هر هیواد حق لري ترڅو په نړیوالو اړیکو کې خپل تعادل دخپلو ملي ګټو په بنیاد وساتي او هم دنړیوالو نورمونو او قوانینو ته په کتو سره دخپل هیواد دګټو لپاره اقدمات ترسره کړي، موږ دپاکستان سره نور تړونونه هم لرو لکه یوه بیلګه ېې دافغانستان پاکستان تجارتي تړون دی چې Afghanistan Pakistan Trade Agreement په نامه هم یادیږی عموما تړونونه دهر هیواد په سیاسي اقتصادي ګټو کې ستر رول لري خو مشروط په ځينو شرایطو موږ دپاکستان سره په سیاسي لحاظ څو ستراتیژیک مشکلات لرو. چې څو بیلګې ېې غواړم په مختصر ډول ووایم لکه د ډيورند کرښه ،دپاکستان له لوري په افغانستان کې مداخلې ،دترهګرۍ تر عنوان لاندي دافغانستان څلورلس کلنه جګړه، او دپاکستان د فوځي استخباراتو مداخلې هغه ټکي دي چې په ډيره لنډه او اسانه توګه دحل وړ ندي دا یو ستره پروسه او وخت ته اړتیا لري موږ دپاکستان دفوځي استخباراتي ادارو سره دمشترکو عملیاتو او ګډ دښمن خبره پداسي حال کې څرګندو چې موږ په تیرو څلورلسو کلونو کې دپاکستان د استخباراتو او فوځ عملآ دافغانستان په جګړه کې په ښکلتیا او مداخلې لانجې لرو. ددي سره سره موږ شاهد پاتې شو چې پاکستان په خپل اقتصادي تړون کې هم له موږ سره جفا ونکړه دوي همیشه زموږ دتجارتي توکو دتجارت دمخنوي هڅه کړي دافغان حکومت دغه پریکړه سیاسي نیمګړي او بې ګټې پریکړه ده موږ لمړۍ پدي باید پاکستان مجبوره کړو چې عملآ دافغانستان په جنګ نسبي بدلون راشي دا کار موږ پداسي حال کې ترسره کوو چې دترهګرۍ او افراطیت ځالې اوس هم دپاکستان په امن سیمو کې پرتې دي او دافغانستان ریاست ګواښی.
موږ دپاکستان سره دوستانه اړیکې هغه وخت جوړلۍ شو چې عملآ دافغانستان دریاست دسر نه خطر هخوا شي او موږ ددي جوګه شو چې ترڅو په نړیوال پلیټ فارم کې دخپل سیاسي قدرت په مټ دنورو هیودانو سره اړیکه ولرو.

ومن الله توفیق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *