له کومې ورځې راهیسې چې په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت په کار پیل کړی دی ، دعام ولس پر کارونو او ژوند یې منفي سیوری غوړولای دی.
یو شمیر خلک وایې چې دوی دنوې دولت په راتګ سره هغه عایدات چې په یوه اوونۍ کې به یې لاسته راوړل، اوس یې په میاشت کې هم لاسته راوړلای نه شي.
په افغانستان کې نه یواځي داچې دتیرو ټاکنو کشالو او په پایله کې دګډ حکومت رامنځ ته کیدلو خلکو ته ستونزې را ولاړې کړي دي. بلکې له دې وړاندې په هیواد کې د۲۰۱۴ تر پایه دبهرنیو وتل هغه څه وه چې په عامو خلکو او بازارونو یې منفي اغیز کړی وه .
یو څه چې دلته په افغانستان کې ترینه ولسونه ډیر رنځ وړي ، هغه په اداراتو کې فساد ، دکار نه شتون او تر څنګ یې نا امني هغه څه د ي چې هر کله په یوه ولس را خوره شوه نو شونې نه ده چې هغه خلک دې بیا پرمختګ وکړي.
هغه څه چې د خلکو تمه وه چې دنوې دولت په راتلو سره به خلکو ته د کار زمینه مساعده شي ، په هیواد کې به فساد مخه ونیول شي ، او د ملکې افغانانو مرګه ژوبله به پای وه مومي ، خو هغه شان نه شول بلکې برعکس نور هم ورځ تر بلې په اداراتو کې فساد مخ پر زیاتیدو دی .
بل لورته د ولسمشر هغه سفرونه چې ولایتونو ته یې کوي هم تر ډیره نمایشي دي ، خلک وایې ولسمشر له دوی سره دټاکنیزو منډو ترړو په وخت کې وعده کړي وه چې ددوی دسترخوانونه به ورډکوي خو هغه نیم ډک دسترخوانونه یې تش شول او لا هم دولسمشر وعدو ته سترګې په لاره دي .
دحکومت کړنې چې په ډیرو مواردو کې دستونزو د ډیریدو لامل شوي ورسره دروغجني ژمني يې هغه دي چې خلک یې دبي باورۍ په رنځ اخته کړل .
د ولسي جرګې د غړي رمضان بشر دوست خبره د”ع او غ شرکت” تر میاشتو ځنډ وروسته دکابیني د وزیرانو په ټاکلو لاهم په ولایتي کچه د سرپرستانو بازار تود ساتلی دی .
هغه چې وايي اوبه خړې کړه ماهیان نیسه دقدرت تږو تش په نوم رهبرانو چې لومړی یې د کار دویش خبره په ژبو وه، نن دادی د تقسیماتو په جریان کې سره ښکر په ښکر دي .
بلخوا یې بیا سرپرستان چې څوک د نویو دندو لپاره دوزیرانو او وکیلانو د دربارونو ستړي دي بله ډلي یې دخورد برد په سودا په حرامو پیسو دځان مړولو هڅي چټکي کړي دي
داولس به تر څو داسې دغم اودرد په ټغر ناست وي؟
کنه ددې مظلومو افغانانو اروا همداسې جوړه ده چې غم ، درد او کړاونه دې ګالي
د نړۍ ولسونو دعلم او پوهې په رڼا کې ځانونه داسمان تر افقه ورسول خو زما ویده افغان لاهم په ستنه کې دتار اچولو هنر زده نه کړ.
هسې خو هم دافغانانو په خټه کې د کرکې حسد کینې له پوهې نه دلرې والي جرړو ځانونه خپلې نېلې ښې پخې کړي دي .
دلته چې هر صیب دخپلې چوکۍ ترلاسه کولو لپاره مبارزه پیل کړي ده نو تل یې دولس په سترګو کې خاورې ورشیندلي دي . کړي وعدې هغه څه دې چې تل به یې ولسونه یادوي.