تېرې درې لسيزې په افغانستان کې په پرلپسې ډول د جګړې او تاوتريخوالي کلونه وو او لا هم په ټولييز ډول  له جګړې او تاوتريخوالي د پاک افغانستان هيلې نه شته. رسنۍ هره ورځ تر بيا رغونې او پرمختګونو زيات د مرګ ژوبلې، چاودنو، جګړو، وژنو، تښتونو او … راپورونه ورکوي، په داسې حالت کې د افغانانو روان هم بيخي له دې ناوړه کلمو سره دومره عادت شوى، چې مخکې ورته مړى اېښې وي، يو قدم وړاندې به مرګ ګوري، خو بې ويرې به په خپلو کارونو سره ځي.

نور که هرڅنګه و، خو دا بايد ومنو، چې مشرانو او سياستوالو په وروستيو درې درې نيمو لسيزو کې ځوان نسل ته يو ارام او سوکاله افغانستان په ميراث پرېنښود، چې د ارام ساه په کې واخلي او د علم او پوهې له برکته د هېواد ټبي تنې ته اوږه او پټۍ ورکړي.

ډېر ځله چې د نوي نسل لپاره لږ د ارامۍ او کومي مناسبتي خوښ او جشن موقع په لاس ورغلې، نو دوى په ډېره مېړانه او ملي حس سره خپل دروني احساسات چې وطني او ملي احساسات يې بللى شو، پرته له څه وېرې په خودش جوش ډول څرګند کړي او خپله هغه هيله يې بې له څه تعصب او توپيره را برسېره کړه، چې حالاتو او سياسي سوداګرو په کې وژلې وه.

همدا تېره شپه د افغانستان و بنګلدېش د کرکټ لوبې دعامو افغانانو ددغه حس ښه انځورګري وکړه، له بنګله دېش، هند او پاکستان را نيولې بيا د افغانستان تر هر ولايت پورې په زرګونو افغانانو د ملي بيرغونو په رپولوسره خپل پاک او ملي احساسات په ښه ډول څرګند کړل.

دې کمسارې بریا نه یوازې د کرکټ عادي مینوال بلکې د دې لوبې شنونکې هم حېران کړل.اوس ددې انتظار کېږي، چې افغانستان د سريلانکا او هند پر  وړاندې  خپلې پاتې دوې لوبو په څه ډول تر سره کوي او څومره به په کې وځلېږي؟

 د افغان ولسشمرۍ دفتر د یوې خپرې شوې اعلامیې په لړ کې لیکي چې ولسمشر حامد کرزي افغان لوبډلې مبارکي ټولو افغانانو ته ورکړه.اعلامیه زیاتوي، ولسمشر حامد کرزي په خپله دا لوبه کتله او خوښي یې څرګنده کړه.ولسشمر ویلي که افغانان همداسې خپلو لوبو ته دوام ورکړي، په نړیوال ډګر کې به لویې بریاوې تر لاسه کړي.

د افغانستان او بنګله دېش لوبه

     یو وخت داسې و چې په ۹۰ منډو یې پنځه لوبغاړي سوځېدلي وو.خو د لوبې حال هغه وخت بدل شو چې اصغر ستانکزي او سمیع الله شینواري خپله ملګرتیا پیل کړه.دا دواړه لوبغاړو د پاکستان پرضد نه وو ځلېدلي، او طبعاً نن یې هڅه کوله چې د ښه لوبه وکړي.

   همداسې وشول. دوی د شپـږمې وېکټې په ملګرتیا کې په ۱۳۸ توپونو ۱۶۴ منډې وکړې.اصغر ستانکزي ۹۰ او سمیع الله شینواري ۸۱ منډې وکړې.د دوی ملګرتیا د افغانستان ټولې منډې ۲۵۴ ورسولې.د شنونکو په وینا دا کافي منډې وې.

په ځواب کې د بنګله دېش لوبې پیل دومره ښه نه و. شاپور ځدراڼ په خپل لومړي اوور کې د بنګله دېش لومړی لوبغاړی وسوځاوه.لږه شېبه وروسته حمید حسن هم وځلېد او دویم لوبغاړی یې وسوځاوه.خو راتلونکو لوبغاړو د افغانستان د بالرانو بریدونه یو څه را تم کړل.کپتان مشفق الرحمن د مومن الحق سره د ۶۸ منډو ملګرتیا وکړه.مومن په یوازې ۷۱ منډې وکړې خو د بنګله دېش قسمت په دې بد و چې وېکټې یې له لاسه ورکړې.

 په پای کې یې ټوله لوبډله په ۲۲۲ وسوځېده او افغانستان په دې توګه دا لوبه په ۳۴ منډو وګټله.سمیع الله شینواري د خپلو ۸۱ منډو تر څنګ یوه ویکټه هم واخیسته او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو

افغان بريا او فسبوک

کله چې د دواړو هېوادونو لوبه وروستيو شېبو ته نږدې کېده، نو ګڼو افغان ځوانانو په خپلو فسبوک پاڼو او د غږيزو او انځوريزو رسنيو د سپورتي خپرونو وړاندې کوونکو په پرلپسې ډول خپلو لوبغاړو ته د بريا دعاګانې کولې، په اړيکو کې هم د بېلابېل عمر او بېلابېلو لايتونو عامو خلکو خپلې خوښۍ څرګندولې.

کله چې لوبه د افغانستان پياوړو لوبغاړو وګټله، نو دا خوښۍ هم څو چنده شوې، د فسبوک پاڼې د خوښيو، زېرو، پيغامونو او ملي بيرغ رنګونه ونيوله او په ټولو پاڼو کې له فسبوک پرته بل هېڅ هم نه ښکارېدل.

  د فسبوک يوه کاروونکي طالب منګل ليکلي وو: “بېګاه ډېره د خوشالۍ شپه وه،د هېواد په هره سيمه کې مينه وه ،د خوست له هر کور نه د ټوپکونو هوايي ډزې کيدې،خلکو ډولونه وهل،سندرې يې ويلې او ځوانان کوڅو او واټونو ته راووتل.له ډېرو مودو ورسته مې د هېوادوالو خوشالي وليده،ټول غمونه يې هېر کړي وو او يو پر بل يې لاسونه اچولي وو.ګرانو برياليتوب مو ډېر ډېر مبارک شه! وياړ د افغان لوبډلې په لوبغاړو.”

   د کرکت یوه مبصر او خبريال مطيع الله عابد چې خپله هم په لوبغالي کې حاضر وو، د افغان اتل اصغر او ځينو افغان نجونو تصوير اوچت کړ او ليکلي يې وو: “دغه پیغلې افغانې نجونې چې د خپل ملي اتل نه چاپیره ولاړې دي.دوي کې نیمايي د کرکټ په لوبه هم نه پوهیږي.دوي کې اکثره د اصغر په ژبه هم نه پوهیدې او دوي کې ډیرې نه پوهیدې چې دوي به خپلو اتلانو ته د خپلې مینې اظهار څنګه کوي.؟

خو دوي دومره پوهیدې چې اصغر د افغانستان دی. د دوي لاس کې بیرغ د افغانستان دی او دوي چې په کومه رشته سره تړل شوي هغه نوم د افغانستان دی.تیره شپه دغه شل نجونې د بنګله دیش د چټګانګ ښار نه د اوو ساعتو مزل وهلو نه پس د ډهاکې کرکټ میدان ته راغلې وي. د سر نه تر اخره ېې خپل ملي بیرغ لاس کې نیولی و او په چغو نعرو ېې ستوني شنه شول او په دعاګانو او زاریو ېې لاسونه شل. “

زموږ غم او خوښي

ځينو نورو فسبوک والو بيا د همدې نجونو له خوا د افغانستان د ملي سردو ويلو ويډيو هم خپره کړې او خوښه کړې وه، ورسره په څنګ کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې هم ددې بريا په مناسب د ډولونو او ملي اتڼونو ويډيوګانې او راپورونه خپرېدل، چې خلکو خوښي څرګندوله او يوه او بل ته يې غاړې ورکولې.

   په ټوله کې ويلي شو، چې زموږ هر غم او ښادي خپله ده ، تېره اونۍ که ګڼو افغانانو، مدني ټولنو او ځوانانو د ملي اردو د ٢١ سرتېرو په مرګ وير کاوه، خو نن يې په خوښۍ کې هم يو ځل دخپلو سپورتي اتلانو ستاينه کوله.

دا څرګندوي چې زموږ غمونه او خوښۍ ټول سره شريکې دي، دا ډول برياوې ددې سبب کېږي، چې موږ سره نږدې کړي، د همدې نه په استفادې د ملي يووالي او د هېواد سوکالۍ لپاره د ملي روحيې او خوځښتونو په پياوړتيا کې کار واخلو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *