افغانان هغه څوک دي، چې تل يې د خپلو وينو په مټ د ازادۍ ګلونه تازه ساتلي دي، د انګريزي ښکېلاک په وړاندې افغانانو متحد پاڅون وکړ، تور اوسپين پکې نه و، پښتون، تاجک، قزلباش، ازبک، ترکمن براهوي او بلوچان پکې مطرح نه و، بلکې يواځې د ازادۍ نغمې او د ځوانانو سرښندنې وې، چې د انګريزي ښکېلاک هغه واکمني يې هم دړې وړې کړه، چې په امپراتوري کې يې لمر نه ډوبېده.
ملالۍ، نازو انا او زرغونه انا هم د تاريخ جوړوونکي څېرې دي، چې خپل بچيان يې د غليم په وړاندې متحد او ځواکمن کړ، تاريخ کاږي، احمدشا بابا غوښتل په کندهار يو لوی دېوال راتاو کړي، تر څو په کندهار د د ښمن د ناڅاپي حملو مخه ونيسي، زرغونه انا خبريږي او خپل زوی ته وايي، ایا يواځې کندهار ستا وطن دی، که له کندهاره بېرون چې نور قومونه او پرګنې اوسې، هغوی ستا وروڼه او هيوادوال نه دي، هغه و، چې احمد خان له خپلې طرحې تېرېږي او د زرغونې انا خبرې منې، همدا زموږ د ملي يووالي لپاره ستر سبق دی، چې يواځې پښتون نه شي کولای، چې پرمختګ پوړيو ته ورسېږي، تر څو چې تاجک، هزاره، ترکمن، قزلباش، براهوي، بلوڅان او نور مېشت قومونه ورسره په لاره روان نه شي.
کله، کله ځينې ملګري وايي، چې پښتنو تر ټولو ستر ظلمونه او وحشتونه ليدلي دي، په افغانستان کې مېشتو ټولو پرګنو له جګړې يو ډول رنځ ګاللی دی، ځينې هغه کسان چې د تاجک قوم ټېکدار ځان بولي، هغوی له ځان څخه پرته بل هيچاته خدمت کولای نه شي، څومره چې د يو چا د فکر ساحه پراخه وي، په هماغه اندازه پرمختګ شونی دی.
روان زيږديز کال د نوامبر دوولسمه چې د ډيورنډ منحوسې کرښې يو سل درويشتمې کاليزې غندنې په پار راټولېدو، موږ ځينو ملګرو د پنجشير، پروان، بغلان، بلخ او ځينو نورو تاجک ځوانانو سره وليدل او د يادې غونډې په اړه مو ورسره خبرې وکړې، هغوی وويل دا زموږ او تاسو مسووليت دی، چې باید د ډيورنډ منحوسه کرښې په وړاندې غږ پورته کړو او د تاریخي لوی افغانستان محکوم ولايتونه د سامراجي فوځ له زياتي څخه وژغورل شي.
د ميدان وردګو بهسود، باميان او ډايکنډي ولايتونو له ځوانانو سره مو هم د يادې جوړېدونکې غونډې په اړه خورا تفصيلي خبرې وکړې، هغوی هم زموږ فکر درلود د ډيورنډ منحوسې کرښې په اړه يې خورا احساساتي نظرونه درلودل، هغوی وويل، زه د داعش قرباني يم، ته د دولت قرباني يې، ما د دولتي مامور په تور وژني او تا د ترهګر په نوم له منځ څخه وړي، چې همدغه ډول کړنې د ای، ایس، ای له لوري په لاره اچول شوې دي، تر څو افغانان په خپلو منځونو کې ونښلي او د ډيورنډ غیر قانوني کرښې په اړه غلي پاتې شي، دوی په خبرو کې وويل تر څو چې موږ او تاسو يو بل ته لاس ورنه کړو، يوبل د پرمختګ لپاره لاس په کار نه شو،موږ په خپله برباديږو، د عراق، سوريې او نورو سیمو په څېر به خدامکړه، مذهبي او قومي جګړې زور نيسي، خو دوی دا خبره هم په ډاډ سره کوله، چې د افغانانو تر منځ ملي يووالی هيڅوک هم له منځ څخه وړلی نه شي.
همدارنګه مو د ترکمنو د مدني ټولنې له مسوولينو سره د کابل په ښار کې وکتل، هغوی په خپلو خبرو کې وويل، چې افغانان ټول ملي اتلان دي، ځکه مورنۍ خاوره څلوېښت کاله د بهرنيو استخباراتي شبکو د جګړې ډګر پاتې شوی دی، خو هيچاته يې سر ټيټ کړی نه دی، دوی نړۍ ته د افغانستان ملي يووالي انځور وړاندې کړل، چې افغانان مرګ لري، درد زغمي، ستونزې ګالي، له بېوزلي سره لاس او ګرېوان دي، خو د ملي يووالي روحيه يې هيڅوک وژلی نه شي.
دا هغه ځوانان و، چې انشاالله له دوی سره يو ځای به د لوی افغانستان د داعيې غږ نور هم پراخوو، انعکاس به ورکوو، تر هغو چې د سامراجي فوځ ټول شوم فکرونه او خيالونه مو له منځ څخه وړي نه وي، موږ بريالي يوو، ځکه موږ د ملي يووالي په روحيه را اوچت شوي يوو.