خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-٨-١۸

کندهار، افغانستان- ملي پوليسو د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي د وسله والو مخالفينو د وسلو يو مهم پټنځای کشف کړی دی.

ملي پوليسو تېره ورځ د وسلو دغه پټنځای د يادي ولسوالۍ په ميانکو سيمه کي کشف کړی دی. په دې پټنځای کي ۴۱ له چاودېدونکو توکو ډکي پنځه کيلويي ډبې، ۱۸۰ کيلوګرامه امونيم نايټرېټ، ۲۷ لاسي بمونه، ۴۰۰ د پیکا مرمۍ، ۶۶ د راکټ مرمۍ، ۷ د ۱۲۰ملي مترۍ توپ مرمۍ، يو د طيارې بم، ۱۱ بوتله نوشابې او ۴ د هوان مرمۍ کشف او ترلاسه سوي دي.

داراز ملي او سيمه ييزو پوليسو تېري څلور ورځي په ميوند ولسوالي کي تصفيوي عمليات کړي دي. دغه څلور ورځني تصفيوي عمليات د ميوند ولسوالي په شلغمي، مياکارېز، ماماکارېز، کښته ماماکارېز، رنګرېزان، شېرعلي کارېز، مندوزو او یو شمېر نورو سيمو کي سوي دي. د يادو عملياتو پر مهال ۲۱۷ بېلابېل ماينونه، ۷ پارسله د ماینونو تختې او پټاکۍ او ۴ سانيه سوز لاينونه کشف او ترلاسه سوي دي.

بل خوا په خاکرېز ولسوالۍ د سړک غاړي د ماين چاودني د يوه عام وګړي پښه غوڅه کړې ده. د ماين دا چاودنه تېر ماځيګر د دې ولسوالۍ په ناصرو سيمه کي رامنځته سوې ده. په پېښه کي د يوه عام کس پښه غوڅه سوې چي دامهال تر درملني لاندي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *