خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-١۲-۱۴
کندهار، افغانستان- ملي پوليسو تېره ورځ د پنځمي امنيتي حوزې اړوند په زړه کلا کي د افغانستان د وسله والو مخالفينو د وسلو پټنځای کشف او ګڼ شمېر ورسلې يې ورڅخه ترلاسه کړې.
ملي پوليسو په دې پټنځای کي ۲۰ د ماين بيټرۍ، يوه ميګاروف توپنچه له ۲ شاجورونو سره، ۴ د کلاشينکوف شاجورونه، ۵ متره ثانيه سوز لاين، ۱۰ د ماين ريموټ کنټرولونه، ۲ د ماين بيټرۍ، ۶ کيلوګرامه باروت، ۵ پاکټه د ماين چرۍ، ۲۰۰ د کلاشينکوف مرمۍ، ۱۶ د راکټ مرمۍ، ۱۰۵ د توپ مرمۍ، ۱۸ د هوان مرمۍ، يو د ۱۲۲ ملي مترۍ توپ مرمۍ، يو د صحرايي توپ مرمۍ او ۶۸۰ د دهشکې مرمۍ کشف او ترلاسه کړي دي.
داراز ملي پوليسو تېره ورځ د ۸ امنيتي حوزې په مربوطاتو کي يو ماين کشف او شنډ کړی دی.
بل خوا د افغانستان وسله والو مخالفينو تېره ورځ د شاوليکوټ ولسوالۍ په ګردنه کارېز کي افغان ځواکونو ته کمين نيولی وو چي د نښتي په پايله کي ۲ وسله وال مخالفين وژل سوي او له هغوی څخه يوه اندازه وسلې هم نيول سوي دي.
داراز امنيتي ځواکونو تېره ورځ د عملياتو پر مهال د ميوند ولسوالۍ په کرم او ګل زما کارېزونو کي ۵ وسله وال مخالفين وژلي او يو کلاشينکوف، ۳ کشفي مخابرې، ۱۵ موټرسايکلان او ۳۰ بېلابېل ماينونه نيولي دي.
بل خوا تېره ورځ د ژړۍ ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کي ۱۰۰ جريبه مځکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه سوې ده.