په دې ورستیو ورځو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په هکله ډېرې څرګندونې ترسره کېږي، ځینې یې د ژر تر ژره لاسلیک او ځينې نور بیا ورسره مخالف دي.  په دې بحث کې هڅه کېږي، چې خلک له دې سره آشنا کړي، چې ديپلوماتیک مذاکرات په څه ډول ترسره کېږي او په دې برخه کې له دولت څخه د ملاتړ لپاره د ولس او مدني ټولنې رول څه دی.

که چېرې له دولتي چارواکو او کارپوهانو څخه وپوښتل شي، چې په ستراتیژیک تړون کې کومې برخې ته ډېره پاملرنه کېږي، له شک پرته به ځواب ورکړي، چې ((د افغانستان ملي ګټې!)) خو که پوښتنه وشي، چې له ملي ګټو څخه دې موخه څه ده؟ په ډاډ سره نشي کولای په سمه توګه ځواب ورکړي.

ملي ګټې:

ملي ګټو اصطلاح د لومړي ځل لپاره په اروپا کې وکارول شوه او له هغه ځای څخه نورې نړۍ ته وغزېده.  ملي ګټې د یو خپلواک بنسټ په توګه د دولت له رامنځته کېدو سره هم نغښتې دي. له پنځلسمې پېړۍ څخه تر نولسمې پېړۍ پورې بېلابېلو دولتونو له ملي ګټو څخه ډول ډول تعبیرونه درلودل. اوولسمې پېړۍ کې ټولواکانو په مطلقه دولتونو کې خپل ځانونه د ټولنې غوڅ استازي معرفي کول او د فیوډالانو پر وړاندې، چې د عرف قانون پر بنسټ یې د شاهي کورنۍ د مشروعیت مخه نیوله، راپورته شول او خپلې کړنې یې د ((د دولت مصلحت)) په نامه توجیې کولې.  دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره د ایټالیوي سیاست پوه باربوترو لخوا په ۱۵۸۹ زېږديز کال کې پر ژبه شوه.  د دې تعبیر جوهر دا دی، چې دولت کولای شي د ټولو ګټې د چوپړ لپاره عرفي قانون، چې په هغه وخت کې یې له فیوډالي امتیازاتو سره اړخ لګاوه، تر پښو لاندې کړي.

د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره، دولتونو د هغې سترې غمېزې له امله، چې دوی ته ور پېښ شوي وو، هڅه وکړه، چې د بشپړ امنیت لپاره د نړیوالو سازمانونو او نړۍ والو اړیکو د همکارۍ غوښتنه وکړي.  له دې سره پوهانو د نویو څانګو لکه، نړیوال حقوق او ملي امنیت برخو ته خپله پاملرنه ډېره کړه.  په دې لړ کې هانس. جي مورګنتا له هغو محدودو څېړونکو څخه دی، چې د ملي ګټو اصطلاح په هکله یې تر ډېره بریده څېړنه ترسره کړې ده.  دی په دې ګروهمن دی، چې ملي ګټې د درېیو ډلو، چې د لومړیتوب پر بنسټ ترلاسه کېږي په لاندې شپږو مصلحتونو  وېشل کېږي:

۱ـ لومړنۍ ګټې:  چې د هېواد فزیکي، سیاسي او کلتوري هویت حفظ او له بهرنیو لاسوهونو څخه د هېواد ساتل.  لومړنۍ ګټې له هغو ګټو څخه شمېرل کېږي، چې د هغه په هکله جوړجاړی نشو کولای.  ټول هېوادونه د لومړنیو ګټو درلودونکي دي او هڅه کوي په هر ډول چې وي ور څخه دفاع وکړي.

۲ـ دویمې ګټې: له هغو ګټو څخه شمېرل کېږي، چې په لومړنیو ګټو کې نشته؛ خو ورسره مرسته کوي.  د بېلګې په توګه له هېواد څخه بهر له هېوادوالو څخه ملاتړ او د هېواد سیاسي دیپلوماتو لپاره د مصوونیت تامینول.

۳ـ تلپاتې ګټې: هغه ګټې دي، چې تر یو بریده په اوږدمهال کې پاتې وي او په عین حال کې په سوکه توګه بدلون وکړي.  لکه د سیندونو آزادۍ ساتنه او ساحلي اوبو د محدود ساتلو لپاره د انګلستان ګټې.

۴ـ متغیرې ګټې: هغو ګټو ته ویل کېږي، چې د بېلو او متناقضو ګټو پایله ده لکه په یوې ټاکل شوې مودې کې د یو ملت، د ډلو ګټې، ټولیز افکار او اخلاق دي.  دا هغه څه دي چې یو ملت په خپلو ملي ګټو کې شمېري.  د بېلګې په توګه په ۱۹۳۸ زېږديز کال کې د نازي جرمني لخوا د چکسلواکیا اشغال ته د انګلستان نرم چلند یې له خپلو ملي ګټو سره منطبق ګڼل (په داسې حال کې چې دا ډول نه و).

۵ـ ګډې ګټې: هغه ګټې دي، چې یو هېواد کولای شي یوه پراخه سیمه د نورو هېوادونو لپاره او حتی د ټولو هېوادونو لپاره وغواړي.  دیپلوماتیک مناسبات او نړیوال حقوق په دې محدودې کې ځای لري.

۶ـ ځانګړې ګټې:  هغه ګتې دي چې په پورته ۵ فقرو کې نه دي شامل.

په دې ډول سره کېدای شي، داسې وویل شي، چې ملي ګټې هغه با ارزښته او اساسي اړتیاوې دې، چې تر ټولو ډېر یو هېواد ورته اړتیا لري.  د افغانستان په څېر هېواد، چې لسګونه کاله کېږي پکې جګړه روانه ده او د ګاونډیو هېوادونو لخوا هم پکې لاسوهنه کېږي او د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملت جوړونې په درشل کې دی، چې دا برخې د ملي ګټو په لومړۍ درجې کې راځي، نشي کېدای د امریکا له ملي ګټو سره دې پرتله شي، چې له پخوا څخه یې خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا بشپړه ده او غواړي له خپلو پولو بهر د خپلو ملي ګټو په لټه کې شي.  په دې ورستیو کلونو کې د امریکا ملي ګټې په څلورو فقرو کې ډلبندي شوي دي: ۱ـ د امریکا اډو ته د احتمالي یرغل کوونکو له لاسرسي څخه مخنیوی، چې امکان لري له دې لارې پر امریکا برید وکړي؛ ۲ ـ د بهرنۍ سوداګرۍ پراختیا؛ ۳ـ د نړۍ قواوو توازن ساتلو لپاره هڅې؛ ۴ـ له پولو  بهر د دیموکراسۍ له اصولو او سیاسي بېلتون غوښتنې څخه ملاتر؛

د مورګنتا په نظر د بقا لپاره د دولت هڅې تر ټولو لوړ اصل دی.  د ملي ګټو پر بنسټ فکر او عمل  یو اخلاقي اصل دی.  دولت باید یوه شېبه هم د خپلو اوسېدونکو د هوساینې او امنیت له فکر څخه غافل نشي.

ديپلوماتيک مذاکرات

هغه ډول، چې پورته د ملي ګټو په هکله بحث وشو، ډېری هېوادونه د خپلو یادو ګټو د ساتلو لپاره، چې دوی یې د ساتنې وړتیا نه لري، هڅه کوي، چې له نورو هېوادونه سره پوځي یا هم ديپلوماتیک ایتلافونه جوړ کړي؛ څو خپلې موخو او اهدافو ته ورسېږي.  په دې لړ کې، هوښیار دولتونه هڅه کوي، له هغو هېوادونو سره ایتلافونه جوړ کړي، چې هېواد یې له جیوستراتیژیک پلوه نورو ته د ارزښت وړ وي.  په دغه ډول تړونونو یا هم ایتلافونو کې به له منطقه لرې وي، چې دواړه خواوې دې سره یو ډول ګټې یا موخې ولري.  ددې اتحادونو په هکله به وروسته بحث وشي؛ اما دا اړینه ده، چې دا ډول اتحادونه او تړونونه څه ډول رامنځته کېږي؟ کومې لارې چارې لري؟ دغه دیپلوماتیکو مذاکراتو کې څه ډول دریځ نیول کېږي؟

د مورګنتا نظریې پر بنسټ نړیواله ټولنه د تضادو ګټو پر بنسټ رامنځته شوې ده.  دی دیپلوماسي ددې متضادو ګټو د سازش ورکولو فن را پېژني.  هر دولت د بل دولت په هکله په لومړي سر کې هڅه کوي خپل تر ټولو اوچتې ګټې تامین کړي؛ اما بل لوری هم په همدې ډول غواړي، د ګټو وروستۍ کچې ته ورسېږي.  هغوی ګډې ګټې له متنازع ګټو څخه جلا کوي او مصالحې شرایط داسې جوړوي، چې د شخړو ګواښ له منځه یوسي.

دیپلوماتیک مذاکرات د بېلو ګټو د سازش ورکولو هغه هڅې دي، چې د ورکولو او اخیستلو له لارې په هغه کې هره خوا هڅه کوي لږ امتیازات ورکړي او خپلې ګټې پر مخ یوسي او که چېرې دغه کړنه ترسره نه شوه، لږ تر لږه هغومره برخه، چې خپل مقابل لوري ته یې ورکوي په همغه کچه له هغه څخه هم تر لاسه کړي.

په هغو برخو کې، چې د دولتونو موخې سره په تضاد کې دي، دیپلوماسي تر ډېره بریده د هوکړې، سازش او د اختلافاتو هواري لپاره کارول کېږي.  په دې ډول مذاکراتو کې تر ډېره بریده هڅه کېږي، چې حکومتونه د خبرو اترو د پر مخ بېولو لپاره خپل استازي ور وپېژني.  دا په دې مانا نه دی، چې دا خبرې اترې دې په نېغه توګه ولس، مخالف سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې ته هم وړاندې شي. په پرمختللو هېوادونو کې دا ډول تړونونه له اپوزیسیون سره شریک کېږي او حتی ټولپوښتنې ته وړاندې کېږي؛ اما په ډېریو هېوادونه کې، چې له جګړې څخه راوتلي دي او سیاسي ګوندونه یې خپلواک نه وي او خپلو ګوندونو ته هم ژمن نه وي او له بله پلوه مدني ټولنې ځینې غړي یې هم له همغو هېوادونو څخه، چې دا تړون ورسره لاسلیک کېږي، مالي امکانات ترلاسه کړي، دلته بیا دولت هڅه کوي پر خپلو امتیازتو د ټینګار لپاره له هغوی سره جزیات شریک نه کړي.  د هوښیارو ولسونو او مدني ټولنو نښه دا ده، چې پر خپل دولت اعتبار وکړي او پوهېږي، چې دولتونه له شخص سره نه؛ بلکې له هېواد سره اتحادونه کوي.

دلته هڅه کوم، په دیپلوماتیکو مذاکراتو پر هغو رواني تبلیغاتو بحث وکړم، چې تر ډېره بریده دواړه یا څو خواوې یې په خپل منځ کې رامنځته کوي.  فولر (Fuller)، مورخ او د برېټانیا پوځي شننونکی، لومړنی کس دی، چې د رواني جګړې اصطلاح یې په ۱۹۲۰ زېږديز کال کې وکاروله.

په تېر پسې…

 فولر په هغه بحث کې، چې کولای شو د لومړۍ نړیوالې جګړې د پوځي ټکنالوژۍ له پرمختګ څخه پایله واخلو، ادعا کوي، چې د جګړې دودیز توکي امکان لري خپل ځای په رېښتونې مانا رواني جګړې ته ورکړي، چې په هغه کې له وسلې څخه کار نه اخیستل کېږي او پر ځای یې، داسې هڅې کېږي لکه، انساني پوهې له منځه وړل، انساني هوش مغشوشول او د هغوی په ارادې کې د نفوذ له لارې، د یو ملت اخلاقي او معنوعي ژوندانه له منځه وړلو، هڅې دي.

په همدې ډول د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه د تبلیغاتو لپاره خپل بنسټونه لري، په امریکا کې هم په ۱۹۵۸ زېږديز کال کې د امریکا پخواني ولسمشر اېزنهاور لخوا د امریکا د اطلاعاتو  مرکز رامنځته شو، چې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونه کې له رسنیو او د هغوی په مدني ټولنې کې استازي لري او له هغوی څخه د خپلو سیاستونو په پرمخ بېلو کې کار اخلي.  شاید خلک شاهد وي، چې اوسمهال داسې تبلیغات کېږي، که چېرې امریکا له افغانستان سره ستراتېژیک تړون لاسلیک نه کړي، هېواد به له ناورین سره مخ شي، اقتصاد به فلج شي هېواد به بیا کورنیو جګړو ته مخه کړي…؛ اما دغه تش په نامه سیاسي شننونکي او اخیستل شوې رسنۍ دا فکر نه کوي، چې یو هېواد له بل هېواد سره ستراتېژیک تړون د خدای رضا لپاره نه لاسلیکوي، هغه هېواد هم خپلې ګټې او اهداف لري.

هټلر به له بهرنیو دیپلوماتو سره هڅه کوله، چې چاپیریال له ناورین څخه ډک وښيي او خپلو سیالانو ته به یې ویل، که چېرې ژر تر ژره دا کار ترسره نشي؛ نو جرمني پوځ به پرې یرغل وکړي.  که چېرې د امریکا سیاستونو ته نظر وشي، امریکا د تاریخ په اوږدو کې تل پر رواني تبلیغاتو لاس پورې کړی او په دې برخه کې یې هڅه کړې ده، چې له خپلو رسنیو څخه  هم ډېره ګټه و اخلي، چې په دې برخه کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه ډېره مشهوره ده، له دې سره هڅه کوي، په افغانستان کې هم له هغو رسنیو څخه، چې د دوی تر مالي ملاتړ لاندې دي کار واخلي. تاسو به ددې شاهدان یاست، چې اوسمهال کومه رسنۍ شپه او روځ پر دولت فشار راوړي څو دا تړون دې ژر تر ژره لاسلیک شي.

له بل لوري هغه سیاست، چې افغان دولت هم ترلاس لاندې نیولی دی، د ستاینې وړ دی! په نورې نړۍ کې د هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونه ډېر فعاله وي او دا ډول چارې پر مخ بیايي؛ اما په افغانستان کې اوسمهال بهرنیو چارو وزارت د خپل تاریخ په تر ټولو ضعیف حالت کې دی له همدې امله خپله ولسمشر حامد کرزی هڅه کوي، چې د افغانستان د فشار ټکي په توګه عمل وکړي. لکه په قطر کې طالبانو لپاره د دفتر له پرانستو سره د ستراتېژیک تړون پر سر د خبرو اترو تعلیقول، د پاکستان پر وړاندې د تېرو میاشتو ستر لاریونونه، له چین څخه د ولسمشر ورستۍ لیدنه، شانګهای تړون کې ګډون، په افغانستان کې د ناټو پر ضعیفې ونډې د لسمشر وروستۍ نیوکه، ددې خبرو اترو یوه برخه وه.  شاید هېوادوال دا لیونتوب وګڼي؛ اما هغه بېلګې، چې پورته ترې یادونه وشوه، داسې نه ده.  دا په مذاکراتو کې د ډېرې ګټې د ترلاسه کولو لپاره یوه اړتیا او هوښیاري ده. ديپلوماتیکو مذاکراتو د ډېرې ګټې د ترلاسه کولو لپاره چنې وهل کېږي، هوښیار دولتونه هڅه کوې په معاملو کې له ۵۰٪ سلنې څخه څخه ډېره ګټه واخلي.

ستراتېژیک تړون

افغانستان یواځنی اسلامي هېواد نه دی، چې غواړي له امریکا سره ستراتېژیک تړون لاسلیک کړي، له دې مخکې هم ډېر شمېر اسلامي او غیرې اسلامي هېوادونو د امریکا په ګډون له ډېر شمېر نورو هېوادونو سره ستراتېژیک تړونونه لاسلیک کړي دي.  له جاپان او سوېلي کوریا څخه نیولې بیا تر سعودي عربستان او خلیج هېوادونو پورې حتي په جرمني او نورو پرمختللو هېوادونه کې امریکا پوځې اډې لري.  که چېرې ددې تړونو منځپانکه (محتوا) وڅېړل شوې دا تړونونه په دوو ډلو سره وېشل کېدای شي، یو ډله هغه هېوادونه دي، چې امریکا مجبوره ده له هغوی څخه د بهرني ګواښ پر وړاندې ملاتړ وکړي، لکه د شمالي کوریا پر وړاندې له سوېلي کوریا او جاپان څخه ملاتړ او دویمه ډله هغه تړونونه دي، چې بیا امریکا مجبوره نه ده، چې د پوځي ګواښ پر وړاندې له دې هېوادونو څخه ملاتړ وکړي.  لکه اوسمهال، افغانستان او ځینې عربي او غربي هېوادونه.  د افغانستان او امریکا ترمنځ ستره ستونزه هم همدا ده، چې امریکا نه غواړي، د افغانستان پر وړاندې مسوولیت ولري، چې له دې کار سره به نه یوازې افغانستان مصوونه نه وي؛ بلکې لا به له ډېرې ستونزو او ننګونو سره مخ شي.

له دې سره مورګنتا (( د قدرت له لارې ملي ګټې)) تامین په هکله داسې وايي:

۱ـ جګړه او د ځواک کارول:  سوله او جګړه هغه مسایل دي، چې په یوې اوږدې مودې کې د ملي ګټو تامین لپاره کارول کېږي.  دا چې یو هېواد خپلې ملي ګټې له سوله ییزې یا هم د ځواک له لارې پر مخ بوځي، یوازې د ده د میل او خوښې پورې اړونده ده؛ بلکې په همدې ډول د یو لړ عینې شرایطو له کړنې څخه راوتلې ده، چې هېواد د هغه په هکله تام اختیار لري. هر ستر ځواک حتی د اتمي وسلو په پېر کې باید کله کله خپلې ګټې له زور او ګواښ سره مخ ته بوځې؛ اما دا په دې مانا نه ده، چې له جګړې څخه مخنیوی نه کېږي.

۲ـ  تړونونه: هر اتحاد د یو یا څو هېوادونو تر منځ د ګډو ګټو ښکارندوی کوي او په حقوقي ژمنو کې یې اغېزه ښکاري.  بېلابېلې ګټې لکه لومړنۍ ګټې، تلپاتې ګټې او متغیرې ګټې کولای شي د اتحادونو بنسټ وشمېرل شي.  د هر اتحاد استحکام د دې ګټو د نږدې والي او اهمیت درجې پورې اړونده ده.  مورګنتا له ملي ګټو سره د اتحادونو د اړیکې په هکله لاندې څرګندونې کوي:

۱ـ د ګټو ټولیزه درجه چې په اتحادونو کې رامنځته شوې ده، د اتحاد له عمر سره معکوسه اړیکه لري.  پراخ تړونونه تر محدودو تړونو  لنډ عمر لري؛

۲ـ  د ګټو اهمیت درجه، چې په اتحاد کې منعکسه شوې ده، د ملت له ځواک سره معکوسه اړیکه لري.  یو ځواکمن هېواد له یو ضعیف هېواد سره ددې لپاره اتحاد کوي، چې لومړنۍ هېواد له خپل لومړني ګټو او دویم هېواد له خپلو دویمو ګټو څخه دفاع وکړي؛

۳ـ د ورستي په هکله، ددې لپاره چې ضعیف هېواد ځواکمن هېواد پورې متکي دی، هغه مهال د هغوی تر منځ اتحاد د منلو وړ دی، چې د هغوی ګډې ګټې تامین وي؛

۴ـ حتی که چېرې اتحاد د لوریو د برابرۍ پر بنسټ رامنځته شوی وي (یانې د خواوو ترمنځ د ځواک وېش او ګتې  لاسته راوړنه یو ډول وي)، بیا هم د هغوی د بریالتوب درجه دې پورې اړونده ده: الف) د خواوو تر منځ ګډې ګټې شتون ولري ب) د یو ګډ فعالیت او همکاریو له لارې دغو ګډو ګټو په هکله  پوهاوی رامنځته شوی وي.

۵ـ یو اړخیز اتحاد، یعنې داسې اتحاد، چې په هغه کې یوه خوا ډېره ګټه تر لاسه کړي  او بله خوا ډېر لګښت پر غاړه واخلي، غالباً د بشپړو ګټو پورې اړونده ده؛

۶ـ د اتحاد د استحکام درجه د غړیو خواوې د نسبي ګډې ګټې پورې  اړونده ده، نه د اتحاد حقوقي کیفیت پورې؛

۷ـ ددې اړتیا نشته، چې په هر اتحاد کې مصلحت متبلور شي.

په لنډه توګه غواړم پر دې خبرې وشي، چې په افغانستان کې به د امریکا احتمالي ګټې څه وي: ۱ـ افغانستان شاید یواځینۍ هېواد وي، چې له جیوستراتېژیک پلوه د نړۍ مهم هېوادونه یې چارچاپېره دی، لکه چین، ایران، پاکستان منځنی اسیا، هند او همداسې روسيه، چې په دې سیمه کې امریکا له افغانستان پرته نورو سیمو کې په بشپړه توګه شتون نه لري ۲ـ د نړۍ د انرژۍ نل لیکې هم په همدې سیمې کې پرتې دي، چې په آسانۍ سره امکان لري، ورته لاسرۍ وشي او له پوځي پلوه د سیالانو د انرژۍ شارګونو کنترول ستر ځواک ګڼل کېږي ۳ـ اوسمهال افغانستان یواځینی هېواد دی، چې له ایران سره ګډه پوله لري او ډېر شمېر امریکايي سرتېري پکې مېشت دي ۴ـ له اقتصادي پلوه د پوځي اډو جوړول زښته ډېر اقتصادي او مالي امکانات غواړي، چې له دې درکه هم دا امریکا لپاره ډېر دې ارزښت وړ دی، چې په هغو سیمو کې پوځې اډې جوړې کړي، چې دوی پکې پانګونه کړې ده.  نو که یوه شېبه سړی فکر وکړي، که چېرې امریکا له افغانستان څخه ووځي، امریکا ته به څه په لاس ورشي؟

پایله

اوسمهال د افغانستان ملي ګټه دا ده، چې امنیت او ټيکاو ولرو، خپلواکۍ مو ټینګه او ځمکنۍ بشپړتیا مو له لاسوهنې څخه لرې وي، له دې سره به مو ولس د یووالي پر لوري ګام پورته کړي، اقتصاد او امنیتي ځواکونه به مو پياوړي شي.  رسنۍ او مدني ټولنې دې هم هڅه وکړي، د دې پر ځای، چې پر دولت فشار راولي د دولت د ملاتړو په توګه دې رول ولوبوي.  افغان دولت باید په ځیرکتیا سره داسې، مذاکرات پر مخ یوسي، چې په راتلونکې کې د دې پر ځای، چې ځان ته نیکمرغي راولو له بدبختۍ سره مخ نشو.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

2 thoughts on “ملي ګټې، ستراتیژیک تړون او دیپلوماتیک مذاکرات / مسعود عمر”
  1. مسعود عمر صیب تاسو ښې او پرځای خبرې کړې دي،ولي موږ اندېښنه لرو او هغه داچې له دغه تړون سره به په افغانستان کې دپښتنو دوژنې لړۍ نوره هم اوږده شي،ځکه دامریکایان له راتګه ترننه ټول پښتان وژل کیږي،ټول ناتار او غمیزه دافغانستان په هره پښتینه سیمه کې روان دي،دا یو ترخ حقیقت او واقعیت دي له دې څوک سترګې نه شي پټولای،په افغانستان کې څوک ملي ګټوته ژمن پاتې شوې دي،اوسني چارواکي غواړي پرخپل قدرت دپاتې کېدو په موخه له امریکې سره امنیتي تړون لاسلیک کړي نه دملي ګټو دساتنې په هدف،زموږ جنګ خو کورنی جنګ دی،نه له بهرنیو ملکونوسره که بهرني ملکونه هم پکي لاس لري،خو قرباني موږ ورکوو،داپه اداري فساد ککړې ادارې او بهرنیو ملګرویې دلسوکلونوپه اوږدوکې ونه شوکولای چې کورنی اړ دوړ ختم یاکمه ترکمه کابوکړي،نو وروسته پرته دپښتنو دنورو وژنو څه ضمانت شته،باور وکړه له دومره قربانیوسره سره په افغانستان کې کوم بنیادي کار نه دی ترسره شوی،زموږ لپاره لاهم دا تړون ګونګ او مبهم دی. ولې په هرصورت موږ په افغانستان کې دپښتنې وژنې دلړۍ ختمول غواړو. دخدای لپاره ترڅوبه وژل کیږو بس مودي همدومره کونډي او یتیمان موږ نور پرمختګ او متمدنتوب نه غواړو.

  2. دامنیتی تړون لاسلیک یا دپښتون وژنی سلسله به روانه وی.

    زه دښاغلی حمیدي پشان ورته نظرلرم، ښکاره خبره ده چه جنګ فقط دپښتنو ترمینځ روان دی، یوه ډله حکومتی پښتانه ځانته هوښیاران اومدرنه پښتانه وای، اوهمیشه داقتصاد اوپرمختګ څخه خبری کوی، اویوغږ کوی چه دپاکستانی بچیه نه دي پریږدم. په همدغه ترتیب زمونږ بله ډله طالیبی پښتانه هم ځانته هوښیاران اومدرنه مسلمانان وای اوهمیشه دکفر اوجهاد څخه خبری کوی، اویوغږ کوی چه دامریکایی بچیه نه دي پریږدم. مګرپه افغانستان کی غیر پښتانه او نړیوال موسیال کوی، خوشحالیږی، خنداکوی اوکله داهم وای چه لمړی درجه احمقان مو په جنګ اچولی دی.
    دپښتنومشران، لوړپوړی چارواکی، سیاسی کارپوهان، دپوهنتون استاذان، لیکوالان اوفرهنګیان فقط اوفقط دیی ته پریږده، چه لافی ووهی اودخولی په خبروځانونه داسی معرفی کړی چه تر آسمان اوغرونو هم غټ وی.
    مګر ددی خبری غم نه کوی چه سره راټول شی اوووای چه ولی مړه کیږو، داڅوک مووژنی اوولی مړه کیږو که نه وی ورکیږو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *