د نړۍ یواځې د ګوتو په شمېر داسې هېوادونه دي چې وګړي یې د یو توکم، یوې ژبې او یو مذهب درلودونکي وي. د داسې هېوادونو ښه مثالونه، جاپان، کوریا، جرمني او سکندانوي هېوادونه دي.
په دې هېوادونو کې تر ډېره بریده، هغه بدبختۍ او حسادتونه چې د قوم، مذهب او ژبې په اساس را پورته کېږي، معمولاً نه لیدل کېږي. پایله یې دا ده چې هر څه د اکثریت په اتفاق پرمخ ځي او که هر ډول سیاسي حزب او ډله قدرت ته رسېږي، اصلي هدف یې خلکو او هېواد ته خدمت دی او په خپله دوره کې، هغه خپلو خلکو ته په ثبوت رسوي.
په متباقي نړۍ کې تقریباً ټول هېوادونه له مختلفو توکم، نژاد، مذهب او حتی ژبې نه جوړ دي چې په هغو کې یوه طبقه اکثریت او نور په تدریجي ډول، اقلیتونه یا لږکي وي. نو د دې هېوادونو حکومتونه په مذهبي، ډیمکراسي او یا وتلي قومي جوړښت جوړ شوي وي.
اکثریت پداسې هېوادونو کې ځانونه د هېواد اصلي وګړي بولي او د وخت په تېرېدو سره، نور لږکۍ د مختلفو عواملو له مخې د دوی په منځ کې ځای نیسي او په ګډه د ملت جوړونې لپاره، یا له موجوده سېستم سره یو ځای کېږي او یا د وخت او زمان د غوښتنو په اساس د اکثریت په اتفاق سره په خپل حکومتي سېستم کې بدلونونه راولي.
خو که حکومتي سېستم یې د لویدیځې ډېموکراسۍ، د مذهبي او یا قومي جوړښت په اساس وي، هر هغه تغیر او تعدیل چې د هېواد د وګړو لپاره وړاندې کېږي، هغه معمولاً د اکثریت په ګټه چې هم ارزانه او هم معقول وي، منځ ته راځي.
زموږ په هېواد کې د ۴۰ کالو نه را په دېخوا جنګونه، وراني او نا امنۍ روانې دي. لازمه خو دا ده چې د هېواد ټول وګړي بې له دې چې خپل توکم، ژبه، سمت او مذهب په نظر کې ونیسي باید د ټول هېواد د خیر لپاره، لاسونه سره ورکړي، په اتحاد او وروګلوي ځانونه، د څلورو لسیزو له نا خوالو نه را وباسي.
له بده مرغه چې په افغانستان کې داسې احساس د ټولو په منځ کې نه لیدل کېږي. د طالبانو د له منځه تلو نه وروسته، نړیوالو د افغانستان د جوړېدو لپاره ۱۰۹ ملیارده ډالره مصرف کړل چې د هغې لویه اندازه پیسونه، لس په سلو کې هم د افغانستان په آبادۍ ونه لګېدې او هغه داخلي تندې وهونکي چې د دریابونو په اندازه پیسې وې، ټولې وڅښلې؛ خو بیا یې هم تنده ماته نشوه او اوس هم د چل، فریف او مداریګرۍ نه په استفاده غواړي، یو ځل بیا په قدرت منګولې ولګوي؛ تر څو د افغانستان د جسم هډوکی هم وځبېښي.
ډاکټر اشرف غني د ټاکنو له ګټلونه وروسته له هر ډول نرمۍ او انعطاف نه کار آخیستی؛ تر څو دا هېواد د نړۍ په دې برخه کې په یوه کیلیدي هېواد بدل کړي چې د سیمې لپاره، د ترانسپورت، انرژۍ، اوبو او په لږه اوږده موده کې د کرهڼۍ په برخه کې نه یوازې په ځان بسیا شي؛ بلکې یو صادراتي تولیدي هېواد باندې بدل شي.
د داسې لویو پروژو لپاره، د هېواد د ټولو خلکو همکاري او مرستې ته ضرورت لري او د ټولو احساس باید دا وي: هر څه چې د هېواد په خیر دي هغه زموږ په خیر دي او داسې مقوله باید خپل شعار وګرځوي؛ خو له بده مرغه موږ ولیدل چې د ترکمنستان د اخیستل شوې برېښنا په هکله ټول ملت یوې خوا ته او یواځې هزاره جات بلې خوا ته دي او که هغه څه چې دوی یې غواړي ورسره قبول نشي، هېڅ بله لاره، که څه هم معقوله ارزانه به وي، ورته د منلو وړ نه ده. د هغو درې مشران چې په ډېر څه سره په یوه خوله نه دي، درې واړه یوه خبره کوي چې باید برېښنا د ترکمنستان نه د بامیان له لارې تېره شي، که څه هم ۱۴ نور ولایتونو ته به بیا ونه رسېږي.
په دې برخه کې زیاتې لیکنې شوي؛ خو ځینې برخې یې پوره واضح شوي نه دي.
اول: د برېښنا د لینونو غځولو، یواځینی علت د بامیانو له لارې، د حاجي ګک د اوسپنې معدن و چې ممکن تر ۵۰ کالو پورې ورڅخه استفاده وشي. د دې معدن قرارداد د کرزي په وخت کې له یوې هندي کمپنۍ سره شوی وو؛ خو کله چې هندي کمپنۍ خپله پښه له منځه وباستله، بیا په هغه وخت کې چې خلیلي د هزاره ګانو د یوې ډلې مشر د کرزي دوهم مرستیال، د هغو او د هغه د وخت حکومت په خوښه د عمومي سرک تر څنګ د دې لینونو په غځولو فیصله وشوه چې د سالنګ له لارې کابل او بیا تقریباً ټول نورو د افغانستان ولایتونو ته ورسول شي. د سالنګ د لارې هم د ترمیم امکانات د مصرف او ګرانښت له نظره، نسبت د هندوکش د مرکزي غرونو، چې نه سرک شته او نه لاره او د سبوتاژ او یا طبعي حوادثو پر وخت کې د برېښنا پایو ته ځان رسول او د هغه ترمیمول به، ډېر ولایتونه، تر ډېرو هفتو پورې په تیاره کې وساتي.
حال دا چې د سالنګ له لارې به د موجوده لینونو نه په ترکمنستان، بیا په ازبکستان او بیا په تاجکستان کې استفاده وشي او هم به په بلخ ولایت کې تر یوې اندازې مصافې پورې، له هغو پایو چې لګول شوي دي کار واخیستل شي.
دوهم: دوهم د دې برېښنا په نوعیت او اندازه کې چې د ډېرو سر پرې نه دې خلاص، کله چې تېر کال د ترکمنستان جمهور رییس افغانستان ته راغی، له هغه سره د ۵۰۰ میګا واټو برېښنا قرارداد وشو چې ۵۰۰۰ کلیو واټه کېږي، د ترکمنستان او پخواني شوروي جمهوریتونو د برېښنا نوع د هغو د اورګاډي د پټلېو له سایز سره د اروپا او چین نه توپیر کوي. په امریکا کې برېښنا ۱۲۰ واټه ده، په اروپا او هم په ترکیه، ایران، افغانستان او نورو هېوادونو کې ۲۲۰ واټه ده. نو د ترکمنستان برېښنا لومړی د جبل السراج په سب ستېشن کې د ۵۰۰ نه ۲۲۰ ته تبدیله شي؛ څو د استفادې وړ وګرځي. په دې کې هم کله چې څلور کاله پخوا د حاجي ګک د معدن له امله د بامیانو لار خوښه شوې وه. سب ستېښن په نظر کې نه وو نیول شوی او یواځې لینونه به له بامیان ولایت نه تېر شوي وو او وروسته زموږ اندازې ته په تبدیلي سره به بامیان او نورو ځایوته ور کړ شوی وو.
خو د هزاره وروڼو دا درې مشران چې د پردیو په لمسون، بې خبره هزاره ځوانان مظاهرو او تندو لیکنو ته را ایستلي دي، همدا اوس ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته موقع په لاس ورغلې او ویلي یې دي چې که د افغانستان له لارې سلا مشوره نه ورباندې کېږي؛ نو د ایران له لارې پاکستان او هند ته، دا برېښنا رسولی شي.
آیا! زموږ د هزاره ګانو دا درې مشران همدا غواړي؟ او دا هم غواړي چې دا لینونه؛ که په زور وي او که په رضا باید د بامیان له لارې تېر شي؛ تر څو دوی په راتلونکي کې په نورو برېښنا قطع کړي او خپل دریځ ورباندې ومني؟؟؟
ډاکټر اشرف غني د نورو افغانانو په څېر، د دې وروڼو، دا ډول حیرانونکو غوښتنو دې ته اړ کړ چې د مخالفت او بې امنې د مخنیوي لپاره، یو کمېسیون وټاکي چې په هغه کې د هزاره توکم هغه کسان چې د مظاهرو له لارې د بامیان نه د دې لینو تېرېدل غواړي هم شامل دي. دوی به په لسو ورځو کې دا دوې لارې و څېړي چې کومه لاره معقوله، ارزانه او د وطن اکثریت ته په ګټه تمامېدی شي.
اصلاُ داسې کمېسیون ته په دې ترکیب اړتیا نه وه؛ ځکه پیسې یې اسایي بانک، جاپان او امریکا ورکوي، باید هغوی، د ملګرو ملتونو له متخصصینو سره یوځای ګمارل شوی وای چې د قضیې توکمي او مذهبي برخه نه ده او یواځې د معقولیت او ارزاني له مخې به یې خپل نظر څرګند کړی وو چې کومه لاره، باید و ټاکل شي.