د چهارشنبې په ورځ په ((special conversation class   کې په یوه ځانګړې موضوع باندې خبرې کوو.هرزده کوونکی دخپل ذوق سره سم موضوع ترتیبوي او بیا يې په ټولګي کې دزده کوونکو په مخکې وايي.نن دنورو ورځو خلاف استاد او ټولګیوال په سیاسي بحثونو کې لګیا شول . کله به چې زده کوونکوته کومه خبره په انګلیسي کې ستونزمنه شوه نو نرغوندې يې له پښتو او دری کاراخیست.چاته امرصیب،عبدالله،محمدي…… او چاته حکمتیار، زاخیلوال،وردګ او کرزی ښه وو.استاد مو ښه صمیمي سړی او ټولینز ځوان دی.داستاد نه، بلکه دیو دوست په څیرچلند راسره کوي. استاد د بحث په یوه برخه کې وویل:( امرصیب شخصا ډير ښه سړی وو، مارشال صیب هم شخصا ډيرټولنیز سړی دی او عبدالله خو تیر وار له کرزي ګټلې وه خو بس غداري ورسره وشوه ، که څه هم عبدالله زما خوښ نه دی.)

ما هم دخبرو وار واخیست او ورته ومې ویل: استاده! ترټول بد شی چې زما په فکر هیواد ته يې وراني راوړې دا ژبنۍ تعصب دی.استاد په ډيره بیړه او دسر،ګوتو اوسترګو په اشاره په ماته ګوډه پښتو وویل:بالکل همداسې ده. داډير بدکار دی دومره بد چې که ختم شو نو هیواد مو جوړ وبوله. او ورپسې زیاته يې کړه ته وګوره دا افغان ملتیان، دوي هروخت ژبني تعصب ته لمن وهي، په افغانستان کې باید ګوند د قوم پربنسټ نه وي دا پخپله دتعصب لپاره لاره جوړول دي. همداسې دماليې وزارت درواخله،که تاسو د ماليې وزارت ته لاړشئ نوهلته تعصب اوج ته ځکه رسیدلی چې ټول دیوقوم خلک دي اوبل څوک نشته، او په معارف وزارت کې هم همدا حال دی .

داستاد له خبرو ما دا واخیستل چې لکه زمونږ کابینه بیخي دفاع او دکورنیو چارو وزارتونه نه لري او نه بل چیرته کوم تعصب شته!!

دهرې ژبې خلک خپلو مشرانو دومره په ذهني او فکري لحاظ ګرو کړي چې ددوي اعمال ورته هیڅ بد نه ښکاري او نه يې دنیوکې پام وراوړي.هرپښتون ته مارشال او عبدالله،خلیلي ،دوستم او محمدي متعصب ښکاري او هرتاجک هزاره او ازبک ته حکمتیار،ملاعمر،کرزی،سیاف،زاخیلوال او احدي .

زه وایم چې دهیواد روشنفکره او ريښتیني غمخوارو ته بویه چې په هیواد کې دملي یووالي دراتګ په موخه دیوې علمي،عملي او ملي پروسې نه په کاراخیستو سره دغه دګرو شوو ذهنونو کړۍ ماتې او دويښتیا اوروښانتیا په بهیرکې له دې څیرو پردې پورته کړي. دځوانانو ذهنونه له دې ګرو کیدو نه راوباسي ترڅو ددې شخصي ګټو پالونکو مشرانو واکمني پای ته ورسیږي او په قندهار او پکتیا کې ځوان دفکري اړیکي له امله دبدخشان میشتي افغان قیادت ته غاړه کیږدي.بیا به نه یوازې په کونړ کې د راتوغیدلو راکټونو په هکله د بامیانو ځوان مظاهرې ته زړه ښه کړي بلکه څوک به دراکټ راتوغیدو جرات هم ونه کړي. بیا به مو دپښتون مشر جنازې ته تاجک مخکې او هزاره به يې دکټ یوه پښه نیسي او نور به دپیت پوزي پرځای درضايې صیب، حسین علي صیب او نور . . . نومونه په خوله راشي .

زه په جرات داخبره کولای شم چې زمونږ ولس نه بلکه دولت فاسد دی اوهمدغه فاسد دولت دیو څوشخصي ګټو پالونکو نیولی . او په ولس کې داسې خلک شته چې ملي یووالی اړتیا ګڼي اودروانو بدبختیودپای ټکی . باید ووایم چې ژبنۍ تعصب په افغانستان کې ذاتي نه ده بلکه دنامساعدو شرایطو او دجګړو په بهیر کې دپردو له خوا راننویستل شوی دی .

پوښتنه داده چې دملي یووالي پروسه له کومه او څنګه پیل کړو؟؟

هره ټولنه ځانته غوښتنې او اړتیاوې لري او دوخت په تیریدو سره بدلون کوي، هرولس دخپل نامساعدو شرایطو دبدلون لپاره مبارزه کوي . زه فکر کوم چې اول باید د ملي یووالې درامنځ ته کیدو پروسه یوه اړتیا وګڼل شي اوهغه څوک چې ددې اړتیا دپوره کولو هیله لري سره همغږي شي ځکه په فردي توګه هڅه یا بې ګټې ده او یا يې ګټه په نشت حساب ده . همدا رايوځای شوي خلک چې دهرې ژبې ویونکي وي باید اول اول دخپلې ژبې متعصبو او شخصي ګټوپالونکو مشرانو له څیرې پرده پورته کړي او دهغوي ناروا سیاستونه بربنډ کړي چې په دې سره به دبلې ژبې ویونکي باور لاس ته راوړي او داباور به ترلاسه کړي چې په رښتیا مبارزه دملي یووالي لپاره ده . چې دا یوه پرواقعیت او حقیقت ولاړه پروسه ده اوبل دوي لره به دا جرات پیدا شي چې دخپلې ژبې همدا ډول مشرانو څيرې او سیاستونه خلکوته څرګند کړي .همدغه ملي غورځنګ دې هڅه وکړي چې هغه ټولنې او حرکتونه چې بنسټ لیکونه او تګلارې يې دیوبل کاپي دي او دسمت، ولایت او قوم په نوم جوړ دي په یوبل کې مدغم او دې بهیر ته راشامل کړي چې البته دا دې دایتلاف په بڼه نه وي بلکه دیوبل دمدغم کیدو په بڼه .

شاید یو څوک پوښتنه وکړي چې په دومره کثیفه او بده فضا کې چې هره لحظه ژبنی تعصب کیږي نوڅنګه ممکنه ده چې مخکې لاړشو؟؟ زه وایم چې که هرڅه عادي حالت ته لاړشي او ناسم حالات نه وي نو بیا خو دمبارزې اړتیا دبشر له ژونده ووته او طبعي ده چې مبارزه له ستونزو ډکه وي او قرباني غواړي . هرهغه څوک چې په هیواد کې ملي یوالی اړتیا ګڼي او غواړي دراوستو لپاره يې مبارزه وکړي نو حتما به ستونزو سره مخ کیږي او له دې ستونزو سره به مبارزه کوي او قرباني به ورکوي.

زه ډاډ لرم که یو ځل مو همدې خواته فکر بدل شو او له متعصبو څیرو مو پرده پورته کړه نو بیا به ډیر زر له دې بدې بلا خلاص شو . که هرڅوک دملي یووالې لپاره مبارزه کوي نو او ل باید په فردي توګه دنورو قومونو زړونه لاس ته راوړي او بیا ددې ثبوت وړاندې کړي چې زه رښتیا ملي یووالی غواړم،ګني دا به یوازې خبرې شي لکه اوس يې چې اورو.

یوه خاطره: زه په ۱۳۸۹ لمریزکال کې دکابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځی فارغ شوم، دفراغت جشنوارې دترتیب لپاره له ټولګي زه هم وټاکل شوم . دا زما لپاره ډیر ننګه وونکې وه چې زه دې دلو حو په لیکلو، دبلنلیکونو په لیکلو او نورو ځایونو کې دژبو تعادل وساتم. دلومړي ځل لپاره مې له خپلو تاجکو، ازبکو، او هزاره وو وروڼو پوښتنه وکړه چې کار له کومه ځایه پيلوو.؟؟ ما ورته وویل چې زمونږ اوتاسو هرڅه مشترک دي افتخارات او کارنامې . تاسو باید خپل مشران زمونږ وبولئ او زمونږ مشران خپل وبولئ . تاجکو وروڼو ویل چې مونږ ډاکټر صیب عبدالله،یونس قانوني او امرالله صالح راغواړو او هزاره وو هم دخپلو مشرانو دبلنې خبره کوله همدا سې ازبکو وروڼو. ما به چې کله ورته تيلیفون وکړ او یا به ورسره مخ شوم نو اول به مې ترې پوښتنه وکړه چې ستاسو میلمنو زمونږ بلنه ومنله او کنه؟؟ داخبره ما ډيره تعقیب کړه ترڅو ورته وښایم چې زه ستاسو میلمانه خپل ګڼم. باور وکړئ چې دوي له دې خبرې متاثرشول چې کله مو لوحې او بروشر او بلنلیکونه لیکل نو دوي دپښتو دلیکنو او املا او انشا د لیکلو لپاره دومره هڅه کوله چې ما ورته نه وای کړې. په یوه (ی) باندې يې دومره تکلیفونه او ستړې وکړې چې زه ورته حیران وم. هغه وو چې مونږ وتوانیدو چې دژبې تعادل په بلنلیکونو ،بروشرونو او په دريځ کې مراعات کړو.

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۲) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۹\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *