د ځانګړو مرکو په لړ کې مو د آیساف له یوه ویاند سره مرکه وه. ویاند د پژواک خبري اژانس دفتر ته د مرکې لپاره راغلی و.

ویاند امریکايي جنرال و؛نری او د دنګ قد لرونکی . پوښتنې پیل شوې. ویاند د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خبرې شروع کړې. هغه مهال په کوم ولایت کې بمبار شوی و او ګڼ شمیر ملکي وګړي شهیدان شوي وو. هغه د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خپل ځواکونه ملامت نه ګڼل . ویاند د بیلګې په توګه وویل چې په ځینو سیمو کې خلک د ورځې بزګر وي خو د شپې ( تروریست شي) او موږ چې هغه ووژنو، خلک وايي بزګر یې وژلی.

هغه نوره هم کیسه غځوله، خبره مې ور پرې کړه؛ ما ویل تاسو خو خپلو بریدونو کې ماشومان او میرمنې هم وژنئ، ایا هغوی هم د شپې تروریستان وي؟

سړي ژر د اوبو بوتل په سر واړو او بیا یې ویل: د ماشومانو او میرمنو وژنه سهوي وي، قصدي نه وي.

ما ویل نو تاسو خو ویل چې د شپې یو انچ شی هم له فضا لیدلی او په نښه کولای شو، اوس مو دا سهوې ولې په رڼا ورځ  بار بار تکراریږي!؟ د سړي رنګ سور شو ما ویل که اوس به پر ما هم د تروریست نوم کیږدي او برید به وکړي؛ خو ځان یې کنټرول کړ او بیا یې ویل: که داسې کومه جادو تاته معلومه وي، را وې ښییه. پر موږ له کورونو ډزې کیږي، موږ مجبور هماغه کورونه وولو!

ژر مې د هند د تاج محل هوټل مثال ورکړ. دا پیښه تازه را منځ ته شوې وه. پیښه غالبا د (۲۰۰۸ کال د نومبر په وروستیو کې واقع شوه) پیښه داسې وه چې یوه ډله بریدګرو په بمبيي کې پر تاج محل هوټل خونړي  بریدونه پیل کړل. ما ویل ګوره، بریدګر هوټل ته ننوتل او بریدونه یې پیل کړل، هند کولای شو الوتکې پورته کړي او هوټل له بریدګرو سره په بل مخ واړوي او یا یې له لرې نه په ډي سي توپونو وولي، خو دا کار یې ونکړ. ځکه چې هغوی ته د خپلو خلکو ژوند مهم و، هوټل کلابند شو او د ملکي وګړو ژوند ته پوره پام وشو.

ویاند میز ته ډب ورکړ او په نورو خبرو سر شو.

زه پوه شوم چې زما دا وضاحت په ځای نه و. ځکه په هوټل کې ایسار خلک  د هندي پوځیانو خپل هیوادوال  وو، ژوند یې ورته ارزښت درلود او په ډیر مهارت یې هغوی وژغورل او دوی خو…

دلته د تازه پیل شوې جګړې نږدې یوه نیمه لسیزه په پوره کیدو ده. په دې دوره کې د هر کال تلفات له بل کال لوړ وي. هر کال د جګړې له ښکیلو غاړو سربیره عام ولس هم د تلفاتو دروند رقم جوړوي.

په تازه خونړۍ پیښه کې موږ کندوز کې ګڼ شمیر ملکي وګړي او تنکي ماشومان له لاسه ورکړل، داسې ماشومان چې په نورو ملکونو کې یې خلک په مخ کې په لوړ غږ خبره نه کوي، وايي په روان یې ناوړه اغیزه کوي خو دلته یې د وسپنو تیرو پرچو تنکۍ سینې وڅیرلې او په خپلو وینو کې یې ولمبول.

دلته نږدې په هر برید کې ملکي وګړي قرباني ورکوي او بیا د جګړې ښکیلې غاړې په ډيرې سپین سترګې دغه شان وژنې یا توجیه کوي او یا پرې سکوت کوي.

یوه ډله استدلال کوي چې مخالف وسلوال له ملکیانو د سپر په توګه کار اخلي، ملکیان باید مخالف وسلوال کورونو ته پرینږدي خو دوی دې ته نه ګوري چې یوه بې دفاع کورنۍ څنګه د وسلوالې ډلې مخه نیولی شي؟

د حامد کرزي د لومړۍ ولسمشرۍ په مهال مې د طالبانو له ویاند ،که غلط کړی مې نه وي، مفتي لطیف الله حکیمي، سره له پژواک خبري اژانسه په سټلایټ مرکه وه. هغه خپلو خبرو کې  د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خواشیني وښوده. ورته ویل مې نو ولې منځ ښار کې بریدونه کوئ؟ ولې داسې ځای کې بریدونه کوئ چې قربانیان یې عام وګړي ګرځي؟ شیبه غلی شو او بیا یې ویل: نو څه وکړو؟. ما ویل زه ژورنالیست یم، پوځي مشورې نشم درکولای. اندیښنه واضح ده، ځواب غواړي.

جګړه په ټول شدت روانه ده، د پای یې هیڅ پته نه لګي. پنځلس کاله مو د بې قانونه جګړې نوې څپه  وزغمله. پنځلس کاله مو په زرګونو ماشومان او نور بې دفاع وګړي له لاسه ورکړل، د دې زغمل نور سخت دي.

ولس په دواړو لورو غږ کوي چې که سوله نکوي نو عوام دې هم نه وژني. وسلوال مخالفان دې له داسې ځایونو بریدونه، نه کوي چې قربانیان یې عام وګړي شي. دوی خو هسې هم د خدای ج رضا په همدې وسله واله مبارزه کې ویني. په دغه مبارزه کې خپل مرګ ویاړ ګڼي، نو بیا دا ویاړ دی په داسې ځای کې ترلاسه کړي چې یواځې همدوی ته ورسیږي.

امنیتي ځواکونه او د هغوی ملاتړي بهرنیان دې هم له هغو بریدونو لاس واخلي چې عام وګړي پکې قرباني کیږي. د عوامو مرګ ژوبله د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف ده. د بې دفاع وګړو ژوند ته خطر رسول هیڅ توجیه نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *