تاند- د امریکا پوځ، چې تقریباً تل په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وژلو انکار کوي، په خپله هوايي حمله کې د یوه ماشوم پر وژلو اعتراف وکړ.

د (The Bureau Of investigative Journalism) یا د تحقیقي ژورنالیزم د ادارې د چهارشنبې د راپور له مخې، د امریکا پوځ تراوسه پورې په روان ۲۰۱۹ م کال کې په افغانستان کې د ۶ ملکیانو وژل تایید کړي دي. خو ملګري ملتونه وايي چې د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یې د ۴۳۰ ملکیانو مرګ ژوبله ثبت کړې ده.

د امریکا پوځ د یوه ماشوم مړینه د غزني په اندړ ولسوالي کې تایید کړې ده. دا پوځ وايي چې د روان اکتوبر په ۶ مه نېټه کله چې پر افغان او امریکايي پوځ د طالبانو له لوري حمله وشوه، دوی د هوايي ځواک کومک وغوښت چې په ترڅ کې یې درې طالبان او یو ماشوم ووژل شول.

د امریکا پوځ دا پېښه په داسې حال کې تایید کړه چې پرون (چهارشنبه) د میدان وردک ولایت د نرخ ولسوالي په صد مردې کلي کې د یوې کورنۍ ۷ غړي د شپې په چاپه کې په بې رحمۍ ووژل شول.

د امریکا او د امریکا د پلوي ملېشه ځواکونو د شپې په عملیاتو کې عموماً بېګناه ملکیان وژل کېږي او دې وژنو یو لړ شکونه پیدا کړي چې ګنې دا بریدونه په لوی لاس د ولس د پارلولو او د طالبانو د ولسي ملاتړ د زیاتولو په نیت کېږي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما تېره اوونۍ اعلان وکړ چې باوري شواهد یې ترلاسه کړي چې د سږ کال د مې په میاشت کې د امریکا د پوځ په هوايي برید کې ۷۶ ملکیان وژل شوي وو.

د امریکا پوځ لا هم تیار نه دی چې د فراه په برید کې د ملکیانو مرګ ژوبله تایید کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *