تا خو د خپل صداقت کرامت ته دنیا هېښه کړه!

د خپل اخلاص معجزې ته دې پښتونخوا حیرانه کړه!

او د خپلې سپېڅلتیا کرشمې ته دي سیاستونه، شعارونه، ادعاوې، ارمانونه او هدفونه ټول ګوته په غاښ کړل!

لېونی ملکه!

ستا ضمیر چې د« لر و بر» د تقسیم مفهوم نه شوای برادشتولای،

د لوی افغان وطن یوه لویه برخه دی محکوم افغانستان بلله؛

تا د کایناتو له کوم معراجه هاتفی ږغ اورېدلی و؟ د عرش له کوم عروجه غیبي الهام درته شوی و، چې له محکوم افغانستانه راغلې او د آزاد افغانستان په زړه ( کابل) کې دې واړول؟

د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ تېره شوه، خو تا لا د خپلواک وطن له زړه څخه د بېلتون نیت نه لاره!

د عاشقانو د ورشو ملکه!

زه ساده نه پوهېدم چې ستا د احساس د تقدس مزي تر آسمانه غځېدلي او له لوړي خوا دې زیری تر لاسه کړی چې د سماوي سفر پیل به دی له کابله وي،

د افغانستان له زړه څخه،

هغه زړه چې تا یې صفا، عشق او آزاد غورځنګ د ټول لوی وطن لپاره غوښت!

لوی ملکه! دا لوی اعزاز دې مبارک شه!

او له ملکوت الموت څخه مننه چې ستا د عاشقې اروا د ناوې ډولۍ ته یې د آزاد افغانستان په زړه کې اوږه ورکړه.

زما د زړه ملکه!

زه ولا درته حیران یم چې څنګه دې د خدای په دا دونه لویه دنیا کې د خپل زړه ټول رمز و راز، درد و دم زما ساده ګل سره شریک کړ او تر خپل آفاقي سفر څلور ورځې مخکې، د دوشنبې په ماښام دي راته وویل:

«محمدیار لالا! که زه مړ شوم، پر قبر به مې د افغانستان جنډۍ دروې»

ما هم د نورو ټوکمارو غوندې، چې ستا په احساس پورې به یې خندل، له ځان سره وویل، چې ملک هسي ګپ لګوي، ملک څنګ مړ کېدای شي.

هو!

تا دا راز یوازې زما سره همراز کړ او زما سره دي پر خپل لېوني محبت وروستی مهر ولګاوه.

زما څخه ورکه ملکه!

نن سهار مې له څلور سوه بستریز روغتونه تر کابل هوایی ډګره ستا په کالبوت پسې وروستۍ سرسامه ځغاسته وکړه،

نن سهار یې ستا جنازه له کابله والوزوله، مګر زه وزرماتی مرغه د هوایي ډګر په دروازه کې د پولیسو په خنډ کې بند پاته شوم،

چې څومره مې وزرونه وترپول، ونه شوه،

ته والوتې!

ته لکه د خپلې ملکوتي اروا غوندې آسماني شوې!

ته وا ما ستا پر عظمت او پاکۍ شک لاره، چې دا سر پر سر معجزې دي وار په وار نندارې ته را وړاندې کولې او لکه د خپل جلالي روح په قسم جسماً هم د هسک پر خوا را څخه پنا شوې او زه دی زما له اروا سره په خاورو کې خړ پرېښودم!

خو ستا د سپېڅلې مبارزې پر لار د یوه عاشق لاروي په صفت دا هر څه ځکه راته د برداشت وړ دي چې:

«هر ګز نمیرد آنکه دلش زنده شد به عشق

ثبت است بر جریده عالم دوام ما»

مګر ها! دا یوه خبره به مو تر منځ څوک سپینوي چې، آیا ته نور بې وفا شوې چې آسمان ته راڅخه وختې او زه دی شا ته د بېسوسۍ له ټول سوز سره پرېښودم او که زه نامرده وم چې ولې مې د اخلاص هغه وزر ونشوای لرلای چې خامخا دي په تابوت پسې در الوتی وای او ستا د مزار پر بازار تر ټولو مخکې زه حاضر وای؟

نن به ستا پر ابدي کور ټول را ټول وي خو یوازې ستا د جنون معتقد، ستا د لېونتوب تماشاګر، ستا د عاشقانه احساساتو احسانمن، ستا د مبارزې همنظر او همسنګر به نه وي چې ستا وصیت پوره کړی او:

پر قبر دې د افغانستان جنډه ودروي.

زه وعده کوم چې وصیت به دې پوره کوم او خامخا به یې پوره کوم.

له دنیاوالو سره ستا د وروستي دیدن او خدای پامانۍ پر مهال به زه نه یم خو د خپل لېوال استاد په لاس مې خپل د درنښت وروستي مراتب او سلامونه در استولي؛ هیله ده چې قبول یې کړې.

او ملک صاحب!

په مخه دي ښه!

محمدیار- یار

۱۳۹۳/۶/۲۱

0 thoughts on “ملک صاب! په مخه دي ښه! / محمدیار یار”
  1. ملک صاحب خو کوزه پختونخوا محکوم افغانستان بللو، خو کله یی چه کابل چه ده به ورته د ازاد افغانستان پایتخت ویل ولید ، چه څومره محکوم شوی ،چه حتی پختون په کی له یری نفس اخیستی نشی ،مشران یی چه کله کوم وخت وغواړی په پښتو خبری وکړی غلی غلی د دریځ په سر یو خوا او بل خوا د اجازی په لټه ګوری ، نو د خان صاحب یی زړه وچاود، او ناهیلی له نړی څخه یی د ازاد افغانستان ارمان په کفن کی پټ له ځان سره یوړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *