ملک عبدالله ابن عبدالعزیز چې د حرمین شریفین په خادم یي شهرت درلود د سعودي عربستان د شاهی کورنۍ څخه د دغه ملک هغه پادشاه وو چې په ۱۹۲۴ کال کې یې په ریاض کې نړۍ ته سترګي غړولي وې.

عزیز چې په یوه سیاسي بي صلاحیته سمبولیک دیکتاتور یي هم شهرت درلود یو له هغو سعودی شاهانو څخه وو چې د سیاسي او ټولنیزو سمونونو د ر امنځ ته کولو په برخه کې ورته د پاتي راتګ ګوته نیول کیږي.

د فوربیس مجلې د ارزونې پر بنسټ چې د شاه عبدالله نوم په ۲۰۰۵ کال کې د خپل میرني ورور شاه فهد د مړیني په دوسیه کې هم شامل وو.

هغه ته فوربیس خپروني په ۲۰۱۳ کال کې د نړې د اتم ستر ځواکمن کس نوم ورکړی وو.

عبدالله د فهد په څير د ابن سعود د ډیرو زمنو یو هغه وو، سعودی هغه کس وو چې ورته د مودرني سعودي د بنسټګر نوم ورکول کیږي.

عبدالله د ژوند پر مهال په خاصه توګه له ځوانۍ څخه ډیرو مهمو څوکیو باندي کار کړی، هغه په ۱۹۶۱ کال کې د مکې ښاروال وو، او یو کال وروسته بیا د سعودي د ملي ګارد قوماندان وټاکل شو.

دا هغه څوکۍ وه چې د مرګ تر وخته هم په ده پوري تړلي وه.

کله چې فهد په ۱۹۸۲ کال کې د سعودی پادشاه شو نو ده ته د دفاع وزیر د مرستیالۍ څوکۍ ورکړه شوه او کله چې په دوه زره پینځم کال کې ملک فهد له شدیدي ناروغۍ سره مخ شو نو له هغه مهاله تر لس کلونو پوري عبدالله د سعودي د پردې تر شا پاچا په صفت کار کاوه هان تر دي چې په ۲۰۰۵ کال کې د فهد تر مړیني وروسته د پادشاه په څوکۍ په رسمي توګه تکیه وکړه.

ویل کیږي چې شاه عبدالله د خپلي واکمنۍ پر مهال له امریکې او بریتانیا سره ډیر ښه علایق درلودل او په دې موده کې یې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت له دغو دوو ملکونو جګړیز وسایل وپیرل.

دغه څو سوه ملیارد ډالري معاملې د دې لامل شوي چې د سعودي ځیني ګاونډي ملکونه لکه ایران او عراق له دغه ملک سره خپل علایق ډیر خراب پړاو ته داخل کړي او سعودي په علني توګه د دغو ملکونو د دښمن په توګه په سیمه کې سر را پورته کړ.

کله چې د عربو پسرلۍ پیل شو نو سعودي پادشاه د ځان د ویري او خپلي واکمنۍ د ړنګیدو له بیري په خپل ملک کې نظامي حالت اعلان کړ او تر څنګ یي بي بي سي په دوزه او دیارلسم کال کې راپور ورکړ چې ګواکي اسلام آباد او جدې د ښو اړیکو په پایله کې پاکستان هڅه کوله دغه ملک ته اتومي تکنالوژۍ ورکړي.

شاه عبدالله څلور ښځي درلودي، د هغه د زامنو شمیره اوه او د لورانو هغه یي پینځلس ته رسیدلي وه.

د نوموړي د شتمنیو اندازه اتلس ملیارده امریکايي ډالر ښودل شوي چې نوموړی د نړۍ د هیوادونو په کچه دریم ستر مشر وو.

دوه کاله دمخه د ویکلیکس له لوري خپاره شویو اسنادو کې چې د امریکا د استخباراتي مامور سنودن له لوري رسنیو ته ورکړل شول، ملک عبدالله ابن عبدالعزیز په عراق کې د امریکې له سفیر ریان کراکر او د دغه هیواد له پوځي جنرال دیوید پترویس څخه غوښتي وو چې د مار سر باید پرې کړای شي، هغه ایران مار ته ورته خطرناک چیچونکی بللی وو.

ویل شوي چې سعودي د حزب الله ډلي ته د ایران له لوري د وسلو او نورو وسایلو له ورکولو ویره درلوده او څو ځله یي د ایران له حکومته غوښتي وو چې د عربو په چارو کې دې مداخله نه کوي خو یو ځل د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي شاه عبدالله ته ویلي وو چې دا مسله د عربو نه بلکې د اسلام او اسلامیت له علایقو سره تړلي ده او هر مسلمان سره دوي د اسلام له لاري روابط ساتي پرته له دې چې کومه ډله بغاوت او تند لارۍ ته وهڅوي.

په ۲۰۱۴ کال کې سعودي بحرین ته د سولیزو لاریونونو د ځپلو لپاره د هغه ملک د رژیم په ملاتړ خپل سرتیري واستول چې دا کار یي تر سره هم کړ.

شاه عبدالله د پاکستان له ولسمشر نواز شریف سره هم نږدې اړیکي لرلی، د نواز شریف یوه لور د شاه د کورنۍ له یوه شهزاده سره واده کړی دی.

شاه عبدالله همدا راز د افغانستان د جهاد د دوران را پدې خوا په افغانستان کې پراخ سیاسی حضور درلود او حالات یي له اغیز څخه تش نه وو.

هغه د مجاهدینو ډلو سره د ملیونونو ډالرو مرستي وکړي تر څو د ډاکټر نجیب الله واکمنۍ را وپرزوي.

د سعودي د شاه څخه په تیرو دیارلسو کلونو کې څو ځله پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتنه وکړه تر څو ورسره د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولي د رامنځ ته کولو لپاره مرسته وکړي لیکن داسي ګام یي پورته نه کړ چې ترینه اغیزمن طالبان له افغان دولت سره د مذاکرو لپاره حاضر کړي.

د شاه عبدالله مشر زوی شهزاده خالد د دغه هیواد د ملي ګارد مشري پر غاړه لري.

د هغه دوهم زوی شهزاده مطیب د ملي ګارد وزیر دی، د هغه بل زوی شهزاده میسال د مکې والي دی.

د شاه عبدالله څلورم زوی عبدالعزیز د هغه د سوريي د چارو سلاکار وو، پینځم زوی یی شهزاده فیصل د سعودي د سرې میاشتې ریاست پر غاړه لري، شپږم زوی شهزاده ترکی چې د سعودي د شاهي هوایي ځواک د جیټ پیلوت دی اوس د ریاض ښار والي دی.

د شاه څلور لوراني د پلار له خوا ۱۳ کاله په کور کې تر نظارت لاندني وي او دباندي ورته د وتلو اجازه نه وه ورکړل شوي.

کله چې په ۲۰۱۴ کال کې رسنیو رپوټونه ورکړل چې شهزادګۍ سهر، مها، هلا او جوهر ته ۲۵ ورځي په دغه نظارت کې د څښاک پاکي اوبه او سم خواړه نه دي ورکړل شوي د هغوي مور یعني د شاه میرمن چې په سعودي کې په تبعید کې ژوند کوي په لندن کې د سعودي د سفارت پر وړاندي اعتراض وکړ.

دغو قیدي شهزادګیانو د بشر د حقونو له نړیوالو سازمانونو د ملګرو ملتونو سازمان او امریکا په یوه پټه ویدیو کې چې بهر ته را وتلي وغوښتل چې د دوي د خلاصون لپاره هڅي وکړي.

نوموړی د سعودي شپږم پادشاه وو او د ۹۰ کالو په عمر د ور پښې ناروغۍ له امله د امریکا د متحده ایالتونو په یوه روغتون کې ومړ او اوس يي پر ځای سلمان ابن عبدالعزیز د سعودي د پادشاه په توګه ټاکل شوی دی

One thought on “ملک عبدالعزیز څوک وو؟ / میرویس جلالزی”
  1. دا دي سخ اوتي بوتي ليكلي, دمقالي عنوان ملک عبدالعزیز څوک وو؟ او ليكل دي دملك عبد الله به باره كي كري…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *