ملګرتیا د ژوند یوه اساسي اړتیا ده، هر څوک د خپلي تبې (طبعې) له مخې ځانته ملګري ټاکي، په ښه او بده ورځ کې سره یوځای وي، او د یو بل لاسنیوی کوي.
د پوهانو دې خبري چې د یو چا شخصیت د هغه د ملګري له ټاکنې څخه ارزولی شو، ډیر خلک دې ته اړ کړي چې د ملګري په ټاکنه کې له خورا احتیاط څخه کار واخلي، او هر څوک چې د ملګري په توګه ټاکي له هرې خوا یې وارزوي او په هره تله کې یې وتلي څو وروسته یې د ښه ملګري، نږدې ملګري او یا هم د یوه عام ملګري په توګه و ټاکي.
د معمول سره سم ما هم د ژوند په دا څلورویشتو کالونو کې د ملګرتیا په نامه ډیرې تجربې ترلاسه کړې، خو هغو ملګرو چې د ملګرتیا په تله کې یې له ټولو خواوو ځان پوره ثابت کړ د ګوتو په شمار دي، چې یو له هغې جملې څخه نبي الله پیرخیل ده.
نبي الله پیرخیل چې د غزني ولایت د ده-یک ولسوالۍ اوسیدونکی ده، په پښتو ادبیاتو کې یې د لسانس تر کچې زده کړي کړي دي، سربیره پر دې چې یو تکړه ژورنالیست او لیکوال دي د ډیرو ښو او سپیڅلو اخلاقو خاوند هم دی.
له پیرخیل سره له تیرو شپږو کالونو راپدیخوا پیژنم، خورا ټولنیز، خنده رویه او پاک نفسه انسان دی، کله چې یې په لومړي ځل ووینې نو داسي احساس به وکړې چې له ډیرې پخوا ورسره پیژنم.
نبي الله پیرخیل یو فعاله او تکړه مدیر هم دی، په بیلابیلو دولتي او غیر دولتي پوسټونو یې کار کړی لا هم لګیا دی د پکتیکا ولایت د ویاند په صفت هیوادوالو او نړیوالو ته د یو محروم ولایت ارزښتونه انعکاسوي.
الله ج دې د ښاغلي پیرخیل په څېر د کار سړي ډېر کړي، همدغه ځوانان به راپېښو ستونزو ته د پای ټکی ږدي، ننۍ ستونزې د جګړې او ځواک کار نه دی، بلکې د فکري وسلې پر مټ به په ستونزو بریالی کېږو.