تاند- ملګروملتو د افغانستان د حکومت له وسله والو مخالفانو وغوښتل چې په ملکي سیمو کې د چاودېدونکو موادو کارول فوراً ودروي.
ملګروملتو دا غوښتنه وروسته دې وکړه چې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) وویل چې په افغانستان کې سږ کال د ملکیانو مرګ ژوبلې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي.
د یوناما په ځانګړي راپور کې څرګنده شوې چې د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د سپټمبر تر ۳۰ مې پورې د افغانستان د جګړې د ټولو مرګ ژوبلو نیمايي کسان په چاودېدونکو موادو وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو په یوه خبرپاڼه کې ویلي«په قصدي ډول ملکیان په نخښه کول جنګي جنایت دی او زغمل کېدای نه شي.»
ده همداراز ویلي چې په افغانستان کې د چاودېدونکو موادو/ وسایلو، په ځانګړي ډول د انتحاري حملو له کبله د ملکي افغانانو مرګ ژوبلې اعظمي حد ته رسېدلي دي.
د ملګروملتو په ځانګړي راپور کې په دې ژوره اندېښنه ښکاره شوې چې د حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا د ملکي وګړو پر ضد د قصدي او بې توپیره حملو شمېر زیات شوی دی.
د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ننګرهار په کامه ولسوالي کې د ولسي جرګې د انتخاباتي کمپاین پر یوې غونډې د ترهګرو په برید کې شاوخوا ۱۰۰ تنه بېګناه ملکیان ووژل شول یا ټپیان شول.
طالبانو نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې د انتخاباتو د تخریب لپاره به حملو ته دوام ورکړي.