تاند (یکشنبه، د حوت ۱۱) د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې لاسلیک په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره مهم پرمختګ وباله.
سرمنشي په افغانستان کې د دایمي روغې جوړې لپاره د دغو هلوځلو هرکلی وکړ.
د ښاغلي ګوتریش ویندوی سټېفن دویاریک په نیویارک کې په یوه بیان کې ویلي«سرمنشي په افغانستان کې د تلپاتې سیاسي حللارې لپاره د هلوځلو هرکلی کوي. په کابل او دوحه کې د نن اعلانونه په دې برخه کې مهم انکشافات دي.»
ده همداراز ویلي«سرمنشي په ټول افغانستان کې د افغانانو د ګټې لپاره د اورکم د دوام پر اهمیت ټینګار کوي. دی د هراړخیزې سولې د پروسې او د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د چاپېریال د برابرېدو په خاطر د ټولو افغان خواوو د هلوځلو دوام تشویقوي.»
له بلې خوا هند هیله څرګنده کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه به د نړیوال تروریزم له ماتولو سره مرسته وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له لاسلیکه څو ساعته وروسته وویل «د هند پالیسي تل دا ده چې د هغو ټولو فرصتونو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات له راوستلو سره مرسته کولی شي؛ تاوتریخوالی پای ته رسوي، له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کوي، او د افغانانو په مشرۍ د خبرواترو له لارې د تلپاتې سیاسي حل سبب کېږي….»
To the united headquarter
the united nation does not do exactly their responsibility about Afghanistan.
because we do not see any kind of pressure on pakistan.
20 years war was supported by pakistan.
exactly united nation do not pay attention to bleeding in afghanistan,
how killed dr najibullah former president of afghanistan
thank you