تاند- ملګروملتو او هند له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د وړاندیزونو هرکلی وکړ.
ملګروملتو له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د بې قید و شرطه خبرو هرکلی وکړ او د سولې په اړه یې د افغانستان د حکومت د لیدوګو ملاتړ وکړ.
د افغانستان ولسمشر پرون/چهارشنبه/ د سولې په اړه خپله طرحه وړاندې کړه.
په دې طرحه کې ښاغلي غني په مشروط ډول د یوه ګوند په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو، په اساسي قانون کې د بیاکتنې، په بې پرې هیواد یا د ملګروملتو په دفترونو کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو، په افغانستان کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو او د طالب بندیانو د خلاصون په شمول وړاندیزونه کړي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر(یوناما) ویلي چې ملګري ملتونه د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې د سولې د هلوځلو کلک ملاتړ کوي او له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې ژر تر ژره خبرې پیل کړي.
یوناما د سولې لپاره د اساسي قانون د تعدیل، د طالب بندیانو د خلاصون او د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو د لېري کېدو په شمول پر ټولو کلیدي مسلو د سولې د پروسې د برخې په توګه خبرو ته د افغان چارواکو چمتووالی ستايي.
یوناما همداراز وايي چې د افغانستان د حکومت او د هغه د وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې خبرې د افغانستان د شخړې یوازینۍ لار ده.
د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویجې ګوهېل هم د کابل پروسې په دوهم کنفرانس او هم د افغانستان له مشرتابه سره په جلا کتنه کې د سولې په اړه د افغان ولسمشر د طرحې ملاتړ وکړ.
ده د افغانستان د اقتصاد او پرمختګ لپاره د هند د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
جلالتماب دوکتور محمد اشرف غني ټالیبانو ته د سولې وړانديز کړی دی او دوي یې په سوله او عزت کې انساني ژوند ته را دعوت کړيدي. جنګ ګټونکی نه لري. دواړو خواوو ته د افغان بچي مري ، د افغانستان اقتصادي پروژې ویجاړیږي او زمونږ ولس ته تاوان رسیږي.
خو د پنجاب مزدور ملا منافق بیا په خپل خره سپور دی او د پنجاب اشارې ته ګوري.
هغه پښتو متل دی چې وایي : خره یې ګلو ته کشکوږد خو ده غ…. ته زور کاوه.