تاند- ملګروملتو د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو د معلومولو لپاره د ټولو رایو د تفتیش او بیا کتنې په روان بهیر کې د ښه والي د رامنځته کېدو هرکلی کوي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې، چې یوناما خپره کړه، ویلي:«د دې بې ساري تفتیش، چې ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي پرې موافقه کړې ده، په ملیونونو رایو کې د پراخو درغلیو څرګندول دي.
په اعلامیه کې ویل شوي:«په داسي حال کې چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون، ملګروملتو او د دوو انتخاباتي ټیمونو له لوري له ناپاکو رایو د پاکو رایو د جلا کولو لپاره د تفتیش کړنلار او معیارونو د سختولو لپاره کار روان دی د هرې ورځې له تفتیشه داسي ښکاري چې د رایو د تصفیې هدف ترلاسه کېږي.»
یان کوبیش همداراز ویلي چې د تفتیش په کار کې د ښه والي راتګ به دا پروسه یقیني کړي او په عین حال کې به د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانینو د رعایتولو ترڅنګ نړیوال معیارونه پوره کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) له ټولو خواوو غواړي چې مسلکي توباو د دې لپاره چې ژر تر ژره د اعتبار وړ نتیجې وړاندې شي، په تفتیش کې خپل ګډون ته بشپړه ژمنه یقیني کړي.
د تیرې اوونۍ په ترڅ کې د تفتیش اداري کمیټې، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ملګرو ملتونو له خوا اداره کیږي او دواړه کمپاینونه او نړیوال څارونکي هم پکې شامل دي، پر مثبتو کارونو بحث وکړ. په دې ښو ګامونو کې د دواړو کمپاینونو له خوا د ټاکل شویو ۱۱۱رایبکسونو ځانګړې کتنه، په دې باندې توافق کول چې لږترلږه د لسو رایپاڼو یو شان نښه کول د دې رایپاڼود بیا شمیرنې او باطلولو لپاره لار هوارولی شي، د یوې داسې پروسې تشخیصول چې څرنګه کیدای شي د رای اچونکو د کارتونو د غیر محتمل تسلسل د رای ورکوونکو دثبت په کتابونو کې تشخیص کړي.