تاند- (یکشنبه، د جدي ۱) د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن (یکشنبه) د میزان د شپږمې نېټې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې چې پر اساس یې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني ګټونکی دی.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د دې اعلان د هرکلي په ترڅ کې ویلي«د ۲۰۱۹ د سپټمبر په ۲۸ مه (میزان ۶) د افغانستان خلکو بې له دې چې د امنیتي ګواښونو پروا وکړي د ښې راتلونکې لپاره خپلې رایې وکارولې؛ افغان رای ورکوونکي د ستاینې وړ دي چې خپل مدني مسوولیت یې ادا کړ.»
ملګروملتو له افغان کاندیدانو غوښتي چې خپل شکایتونه د منل شویو چاینلونو له لارې مطرح کړي.
کاندیدان ۳ ورځې وخت لري چې خپل شکایتونه د شکایتونو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.
د افغانستان د میزان د شپږمې نېټې د انتخاباتو ابتدايي پایلې لږترلږه دوه ځلې ځنډول شوې وې.
د ابتدايي پایلو اعلان ته وروسته له دې لار هواره شوه چې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم په اوو ولایتونو؛ بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، جوزجان، سرپل او فاریاب کې د رایو بیا شمېرلو او تفتیش ته اجازه ورکړه.
ټاکل شوې ده چې نهايي پایلې وروسته له دې اعلان شي چې د شکایتونو کمیسیون شکایتونه وڅېړي.