تاند- ملګروملتو د کابل نننۍ /چهارشنبه/ تروریستي حمله وغندله. په دې برید کې ۱۱ ملکیان ووژل شول.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما د دې برید په اړه، چې د ماشومانو په شمول ۱۱ تنه پکې ووژل شول او ۱۰ نور ژوبل شول، ویلي چې انتحاري بریدګر د میدان وردک ولایت د محکمې د مامورینو موټر په نښه کړ.

پېښه د پغمان ولسوالي په پُل داوود سیمه کې وشوه. د دې حملې اکثره قربانیان د ۶ ماشومانو په ګډون لارویان او په بس کې سپاره مامورین ول.

وسله والو طالبانو ویلي چې دا برید یې په کابل کې د ۶ طالبانو د اعدامېدو په غچ کې کړی دی.

د افغانستان حکومت په وروستیو کې ۶ ترهګر، چې په ګڼو جنایتونو کې کې د لاس لرلو په خاطر په اعدام محکوم شوي ول، په دار وځړول.

د افغانستان د حکومت اقدام د ګڼو افغانانو له هرکلي سره مخامخ شو او ځینو د دولت دا اقدام د تروریستي بریدونو د کمولو لپاره ګټور وباله.

د پغمان برید وروسته له دې وشو چې طالبانو د پاکستان په خاوره کې د خپل مشر پر وژل کېدو اعتراف وکړ او نوی مشر یې اعلان کړ.

One thought on “ملګروملتو د پغمان تروریستي برید وغانده”
  1. دبیګناه انسان وژل سترجنایت دي، هغه شپږ کسان چي حکومت اعدام کړل د افغانانو قاتلان وه. دبله طرفه که چیرته طالبانو هغه قاضي وژلي وای چي ددغه شپږو مجرمینو د اعدام حکم یې صادر کړي ؤ نو به مو ویلای چي ځه دا خو جنګ دي. مګرداچي ته د خپل انډیوال او معلوم الحاله قاتل مجرم په بدل کښي د هر افغان څخه قصد اخلي ددي معني داده چي تاسو یوازی خود پسنده بی ملته، بی همته بی شعوره لنډه غر یاست.ستاسواو دیهودو هیڅ فرق نسته ستاسو او د یو ظالم وحشي تر منځ هیڅ توپیر نه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *