ملګرو ملتو د افغانستان له حکومت او د هغه له وسله والو مخالفانو وغوښتل چې د اختر په شپو ورځو کې اوربند وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي نیکولاس هیسم د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د افغانستان د جګړې له ټولو خواوو غوښتي چې د اختر په ورځو کې له جګړې ډډه وکړي.

د روان جولای په اوومه نېټه د پاکستان په کوربه توب د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په لومړنیو مخامخ خبرو کې د اختر په ورځو کې د اوربند په اړه خبرې وشوې خو کومه پرېکړه ونه شوه.

د طالبانو مشر ملا عمر د اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د سولې د خبرو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دوی د سولې د خبرو او د سیاسي حللارې د لټولو ترڅنګ جګړې ته دوام ورکوي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو له خبرو وروسته د تشدد او جګړې کمېدو ته هیلې زیاتې شوې وې خو د تېرې یکشنبې په ورځ په خوست کې یوې اتنتحاري حملې لږترلږه ۳۵ تنه ملکیان ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل.

ډېر افغانان هیله لري چې ښکېلې خواوې به لږترلږه د اختر په ورځو کې حملې ونه کړي څو خلک اختر، چې یو مذهبي جشن دی، په خوشالۍ ولمانځي.

په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي نیکولاس هیسم افغانانو ته د کوچني اختر د مبارک ویلو په ترڅ کې ویلي چې ملګري ملتونه سولې، امن او سوکالۍ ته د رسېدو په برخه کې له افغانانو سره د همکارۍ د دوام ژمنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *