تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د رایو د تفتیش د پیلېدا هرکلی وکړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو ټولې ۸ ملیونه او یو لک رایې د هغې موافقې پر اساس تفتیش کېږي چې د شنبې په ورځ ناوخته د امریکا د بهرنیو چارووزیر جان کیري په منځګړتوب دواړو افغان کاندیدانو پرې سلا وکړه..

یوناما په یوه اعلامیه کې وویل چې د رایو د تفتیش بهیر له نړیوالو معیارونو سره سم د ملګروملتو د څارونکو تر سخت نظارت لاندې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري پر مخ وړل کېږي.

ملګري ملتونه وايي چې د دوی څارونکی کاریګ جینسیس په کابل کې دی چې د افغانستان د انتخاباتو د دوهم پړاو د ټولو رایو د تفتیش بهیر له نژدې وویني. د ملګروملتو د پرمختیايي پروګرام ماهران هم د افغانستان د انتخاباتو له کمیسیون سره مرسته کوي.

د ۳ اروپايي څارونکو ترڅنګ، په افغانستان کې د امریکا د پرمختیايي ادارې مامورین او دغه راز ۷۰ تنه نور بهرني څارونکي د رایو د تفتیش بهیر څاري. دا اویا څارونکي په وروستیو ورځو کې له اروپا څخه افغانستان ته راغلي دي.

ملګري ملتونه وايي، سره له دې چې د رایو تفتیش له نړیوالو معیارونو سره سم د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون له لوري کېږي خو د ملګروملتو سپارښتنې هم په پام کې نیول کېږي.

د تفتیش په لړ کې هره لانجه او مهمه پوښتنه به ملګروملتو ته وړاندې کېږي چې په اړه یې د نړیوالو تجربو پر اساس مشوره ورکړي.

د دې تر څنګ چې د اروپايي اتحادیې څارونکي او نور نړیوال څارونکي دا بهیر څاري د دواړو کاندیدانو استازي هم په پروسه کې برخه لري او له نژدې یې څاري.

یوناما هیله ښکاره کړې چې د رایو تفتیش به د افغانستان انتخاباتي بهیر پیاوړی کړي او د رایو پایله به د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه او نور افغانان ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *