تاند- ملګروملتو په غزني کې د وسله والوطالبانو هغه بمي چاودنه په کلکه وغندله چې په نتیجه کې یې ۱۲ ملکیان ووژل شول.

د شنبې په ورځ د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې ۱۲ تنه، چې په یوه بس کې واده ته روان ول، د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

په نیویارک کې د ملګروملتو د مرستندویو چارو د کمېټې رييس نیکولاس هیتم پرون /دوشنبه/ وویل چې د دې پېښې په وژل شویو کسانو کې ۶ ښځې، څلور زلمکي، موټروان او د هغه کلینر شامل دي.

هیتم ویلي:«د افغانستان پر سړکونو بمي چاودنې او یا د سړک د غاړې بمي حملې تېر کال افغانانو ته زیاتې مرګ ژوبلې اړولي دي.»

ده وویل، په تېر یوه کال کې د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې ۳۱۲ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۶۹۵ نور ټپیان شوي دي.

د ملګروملتو په وینا یوازې په تېرو ۵ میاشتو کې ۱۰۴ تنه ملکي افغانان د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې وژل شوي او ۱۱۸ نور ژوبل شوي دي.

د ملګروملتو د راپور له مخې د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د سړک د غاړې په بمي حملو کې د وژل شویو کسانو فیصدي د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۹ سلنه زیاته ده.

ملګروملتو د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې له دا ډول غیرانساني عملیاتو ډډه وکړي او داسي هیڅ اقدام ونه کړي چې له کبله یې بېګناه انسانان وژل کېږي یا ټپیان کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *