تاند- ملګروملتو نن اعلان وکړ چې د کندوز په نښتو کې تر سلو زیات ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي او شپږ زره نور مجبوره شوي چې کور اور پرېږدي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما نن په یوه اعلامیه کې د کندوز د جګړې د تلفاتو د شمېر د اعلانولو ترڅنګ له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د بشري حقونو خیال وساتي.

م.م. دا هم وویل چې ممکن د تلفاتو شمېر تر دې زیات وي او یا زیات شي.

دا اداره وايي چې تراوسه پوري له کندوز څخه د تښتېدلیو ښاریانو شمېر ۶ زره تنو ته رسېدلی دي.

راپورونه وايي چې طالبانو له پرون /سې شنبې/ څخه لارې بندې کړي او خلک نه پرېږدي چې له ښاره وتښتي. په ښار کې برېښنا پرچاو ده، اوبه نشته، دوکانونه بند دي او ډېری ښاریان د خوراکي موادو له کموالي سره مخامخ دي.

په اعلامیه کې د ملګروملتو د خاص استازي نیکولاس هیسم له خولې ویل شوي:«پر کندوز د طالبانو له حملې وروسته د ښار د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرم.»

ده همداراز ویلي:«د روغتیايي کارکوونکو او نورو د بې محاکمې اعدامونو، انسان تښتونو، د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي او له ښاره پر وتلو د بندیز راپورونه په ځانګړي ډول د اندېښنې وړ دي.»

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر ویلي چې ټولې ښکېلې خواوې د نړیوالو بشري قوانینو پر اساس مکلفه دي چې د ملکیانو ساتنه وکړي او په هر راز شرایطو کې بشري حقونه رعایت کړي.

راپورونه وايي چې په سلګونو دولتي مامورین د طالبانو د حملو له وېرې شېرخان بندر ته تللي. هغوی چې د طالبانو له یرغله سمدستي په وارخطايۍ شېرخان بندر ته تللي، نه یې له ځان سره اسناد وړي او نه یې له ځان سره خوراک او څښاک وړی دی.

ویل شوي چې د دغو کسانو شمېر ۷۰۰ تنو ته رسېږي.

نن وسله والو طالبانو د کندوز بالاحصار هم ونیوه خو د هوايي ډګر د نیولو لپاره یې هڅې ناکامه شوي دي.

په همدې حال کې د کندوز امنیه قومندان قسیم جنګل باغ وايي چې په هوايي بریدونه کې تر ۸۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو په بغلان او د تخار په بنګي کې د کندوز په لور د کومکي ځواکونو د رسېدو مخه نیولې ده.

وروستی راپور وايي چط له بغلانه نن ناوخته امنیتي ځواکونو د کندوز په لور تېر شول. خو تر دې دمه څرګنده نه ده چې څومره ځواکونه کندوز ته رسېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *