تاند: روسیې او ملګرو ملتونو د دوحې د بین الافغاني هرکلی کړی او مثبتو نتایجو ته یې هیله مندي ښودلې ده.
کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر په دې اړه نن چهار شنبه رسنیو ته استولې خبرپاڼه کې د تدامیچي یاماماتو له قوله لیکلي، د سولې په تړاو وروستیو ناستو افغانستان کې د جګړې د پای به تړاو هیله مندي زیاته کړې ده.
یاماماتو دغه راز ویلي، د دوحې د ناستې ګډ پرېکړه لیک کې راغلي مشترک نظریات د سولې پروسه کې د پرمختګ لپاره لار خلاصه کړې ده او دا ښيي چې ټول لوري د جګړې د درېدو غوښتونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د دوحې د ناستې هرکلی کړی او د سولې پروسه کې یې د مثبت پرمختګ لپاره هیله مندي ښودلې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروف ویلي، روسیه په دې فکر ده چې د سولې مذاکرات د افغان بحران د حل یوازنۍ لاره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *