تاند، چهارشنبه، د حمل ۶مه: ملګروملتونو په اسراییل کې د کاناډا سفیره دیبورا لیوینز په افغانستان کې د تدامیچي یاماموتو پر ځای د یوناما یا د افغانستان د مرستندوی دفتر مشره ټاکلې ده.
تدامیچي یاماموتو له تېرو ۵ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړی استازی او د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشر و.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش دفتر وايي، په کابل کې د یوناما نوې مشره د دیپلوماسۍ پراخه تجربه لري او له ملګرو ملتونو سره یې د سیاسي، نړیوالو همکاریو او اقتصادي پراختیا په برخه کې د متخصصې په توګه کار کړی دی.
مېرمن لیونز له ۲۰۱۶ څخه په اسراییل کې د کاناډا سفیره وه. تر دې وړاندې هم په اسراییل کې یوه ښځه د کاناډا سفیره وه.
میرمن دیبورا تر دې وړاندې په اسراییلو کې د کاناډا سفیره وه او تر ۲۰۱۶ پورې په افغانستان کې د ۳ کلونو په مخه سفیره پاتې شوې ده.