جمال خاشقجي

 د خاشقيجي د وژنې په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي پلټونکي اګنیس کیلامارډ په خپل سل مخیز تازه راپور کې د جمال خاشقجي د وژنې په تړاو نوي شیان افشا کړي دي.

کیلامارډ وايي، خپلې پلټنې یې په ترکیه کې د سعودي قونصلګرۍ کې د خاشقجي تر وژنې وړاندې او وروسته ریکارډ شویو موادو په استناد برابرې کړې دي.

 کیلامارډ زیاته کړې، خاشقجي د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دویمه غرمه پاوباندې یوه بجه قونصلخانې ته د خپل واده اسناد وړي وو.

 کیلامارډ خپل راپور کې لیکي، تر دې څو دقیقې وړاندې د قونصلخانې یو مسوول مهر عبدالعزیز مطرب وايي، جسد یې که په بیګ کې واچوو ښه به وي، خو بل چارواکی محمد الطبیقي وايي نه دا به ډیر دروند وي، خو عبدالعزیز زیاتوي ډیر اسانه دی، ټوټې ټوټې به یې کړو، بیا به یې پلاستیکي خلطو کې ټوټې واچوو داسې به یې کاته ورختمه شي.

 له دې وروسته مطرب وايي، د قربانۍ څاروی راغی.

کیلامارډ زیاتوي، په ریکارډ شویو موادو کې د خاشقجي نوم نه دی اخیستل شوی، نه یې هم د دغه خبریال د وژنې دقیق وخت پیدا کړ، مګر ترکي استخباراتو ورته ویلي چې خاشقجي قونسلګرۍ ته له ننوتو سره سم لس دقیقو کې وژل شوی دی.

ریکارډینګ کې معلومه شوې چې سعودي مسوول خاشقجي ته وايي، تا به موږ بیرته بیایوو، موږ ته انټرپول امر کړی دی، مګر خاشقجي ورته وايي، پر ما هیڅ دوسیه نشته او خبردار که څه مو راباندې وکړل، دباندې مې ډریور ولاړ دی او ماته په تمه دی.

خو له دې وروسته چارواکی خاشقجي ته وايي، ځه سمه ده کیسه به دې لنډه کړو.

کیلامارډ لیکي، له دې وروسته شور جوړېږي، وروسته د قونسلګرۍ چارواکي خپلو کې وايي، سړی ویده شو؟ که سر یې راجګ کړ.

د استخباراتي معلوماتو له مخې خاشقجي لومړی په پیچکارۍ بیهوښه کړای شوی او بیا د پلاستیک یوه خلطه کې اچول شوی اووژل شوی دی.

 راپور کاږي چې پلاستیک کې د خاشقجي له بندولو وروسته هغه خوځیږي او غږونه هم باسي.

ترکي استخباراتو ویلي، دا اوازونه د خاشقجي وو، او دا هغه مهالو چې سعودیانو د خاشقجي د بدن غړي غوڅول.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو پلټونکي ټیم خبر ورکړی و، چې اسناد ښیي د خاشقجي وژنه کې د سعودي شهزاده محمد بن سلمان او نورو سعودي چارواکو لاس دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *