خبریال: میرویس جلالزی –  ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازو پر افغان حکومت غږ کړی چې د خبریالانو پر وړاندي د زور زیاتي دوسييې وڅیړي او څومره چې کولای شي د هغوی خونديتوب ته پام واړوي.

د ملګروملتونو د کلتوري او فرهنګي څانګي (یونسکو) مشر او په پاریس کې میشتو اروپايي سفیرانو دغه غوښتنه د افغانستان د باندنیوچارو وزارت له مرستیالې عادلې راز سره په یوه بیړنۍ غونډه کې مطرح کړې ده.

په کابل کې د ډنمارک، هالنډ، هسپانیا، سویډن او بریتانیا سفیرانو له اغلې راز څخه د هغه څه له امله مننه کړې چې حکومت یې د وینا خپلواکۍ ته ژمنتیا ښيي لیکن تر څنګ یې اندیښنه وښودله چې افغان خبریالان خوندي نه دي او د هغوی د حفاظت لپاره باید لومړی په خپله حکومت هڅې ګړندۍ کړي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ یوې کابل میشتې ټولنې تیره اونۍ په یوه راپور کې دغلته په تیره میاشت کې له خبریالانو سره د زور زیاتي له اړخه تر ټولو ناوړه ښولي وه او د دغه زور زیاتي لومړی لامل حکومت او ورپسې حکومت ضد زورپالي او غیر حکومتي نورې ادارې په ګوته شوې وې.

یوازي په تیره جوزا میاشت کې د افغان خبریالانو د قتل، وهل ډبولو او ګواښ ۲۲ پیښې له یادې ادارې سره ثبت شوې وې.

افغان خبریالان له مخ پر زیاتیدونکي تاوتریخوالي په ویره کې دي.

یو افغان ژورنالیست چې په کابل او شاوخوا سیمو کې د دوو نړیوالو رسنیو لپاره کار کوي د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط تاند ته وویل چې د ده او د ده د کورنۍ غړو ته په متواتره توګه د هغو حقایقو د خپریدو په باب ګواښونه کیږي چې دی یې د وضیعت په اړه خلکو ته په رپوټونو کې رسوي.

دغه خبریال (م. ج) وايي د پر له پسې ګواښونو دوام له امله اوس نه خپل ماشومان ښوونځي ته استولای شي او نه هم په آزادانه توګه په ښار کې تګ راتګ کولای شي.

هغه ویره لري چې دی او د ده د کورنۍ غړي به ووژل شي.

په کابل کې د یونسکو مشرې میرمن پتریشا مک فلپس ویلي دوي اوس مهال په افغانستان کې له ۲۰۱۱ کال را په دې خوا د خبریالانو د وضیعت د څرنګوالي د معلومولو په باب د یوه تفصیلي راپور په چمتو کولو کار روان کړی دی.

سازمان پر حکومت غږ کړی چې د دغه راپور په  جوړولو کې ورسره پوره پوره همکاري وکړي.

دوه اونۍ دمخه د کابل پولیسو چې د امنیت له اړخه یې ښار تر ټولو خوندی ګڼل کیږي له ټولو کابل میشتو بهرنیو خبریالانو وغوښتل چې له ساتونکي پرته له خپل استوګن ځایونو څخه د دباندي تلو اجازه نه لري په داسي حال کې چې د خبریالانو مدافع ټولنو سمدستي پر حکومت نیوکه وکړه او د دغې طرحې د نه عملي کیدو ناره یې وچته کړه.

د افغانستان په کچه د هلمند، بغلان، ننګرهار، کندز، ارزګان او کندهار خبریالانو ډیر لږ کولای شي له ښاره دباندي د رپوټ جوړولو لپاره لاړ شي او ډیری وختونه د ښار له دننه د لري پرتو سیمو د حالاتو په اړه خپلو ادارو ته  رپوټونه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *